Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د پاکستان کُرمه ایجنسۍ کې بم چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل

0
پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان پولي ته څېرمه کُرمه ایجنسۍ کې نن پر یوه موټر د سړک د غاړې بم چاودنه کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه شپږ غړي ووژل شول.


د اکبر افتخار په نوم یوه سیمه‎ییز چارواکي وویل، دغه پېښه په کُرمه قبایلي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد.


ویل شوي دغې کورنۍ غوښتل په سیمه کې په یوې جنازې کې ګډون وکړي.


افتخار وویل، درې ښځې او درې سړیان ځای پر ځای ووژل شول او زیاته یې کړه دا نه‎ده روښانه چې دا یو ماین و، که په سړک کې ښخ شوی بم.


تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخېستی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *