Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د هلمند د سولې د پرلت په ملاتړ په هرات کې تحصن پيل شو

0
په هرات ولايت کې فعالانو د هلمند د پرلت يا تحصن کوونکو په ملاتړ د ولايت مخکې ته د تحصن خیمه ودروله.


په هرات کې د روان تحصن يوه برخه‌وال او د افغانستان په لوېديځ کې د مدني بنسټونو د شبکې يوه مسؤل، سيد اشرف سادات د نورو ولايتونو له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې په هلمند کې د سولې د روان پرلت د برخه‌والو لار تعقيب کړي.​


ښاغلی سادات زیاتوي:


"افغانانو تصميم نيولى چې د سولې پر لوري حرکت وکړي او د سولې لپاره خپل اواز اوچت کړي. هم دې دولت او هم د دولت وسله‌وال مخالفان د خلکو غوښتنې ومني. خلک له جنګ څخه ستړي شوي دي. هيله‌مند يو هره ورځ د هلمند د خلکو د سولې له کاروان سره نور کسان هم ملګري شي."


په هلمند ولايت کې فعالانو وروسته له هغې د سولې پرلت يا تحصن پيل کړ چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په لښکرګاه کې يوه ځانمرګي بريد لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.


د هلمند د سولې د پرلت په ملاتړ په نورو ولايتونو کې هم د ملاتړ غونډې شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *