Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 15.04.2018

پرته له بلوچستانه، د پاکستان وکیلان احتجاج کوي

Mashaalradio.com 

په لاهور ښار کې د سپريم کورټ د يو جج نجم الحسن پر کور د ډزو د پېښې پرضد د پاکستان د وکيلانو اتحاديې د دوشنبې پر ورځ د ټول هېواد په عدالتونو کې د علامتي احتجاج غږ کړی دی. خو د بلوچستان وکيلانو ويلی چې دوی به احتجاج و نه کړي.

په مونټي نګرو کې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په مونټي نګرو کې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل شوې ده. ميلو جوکانووېچ چې شپږ وارې د دغه هېواد صدراعظم او يو وار ولسمشر پاتې شوى، ګومان کېږي چې د دغو انتخاباتو ګټونکى به وي. ننني انتخابات به دا معلومه کړي چې ايا مونټي نيګرو د اروپايي ټولنې د غړيتوب لپاره د دې ټولنې خوا ته د وړاندې تګ هڅې ته دوام ورکوي، يا بېرته د روسيې خوا ته ځان څکوي چې په وروستيو کې يې اړيکې ورسره ترينګلې شوې هم دي. د مستبد ميلو جوکانووېچ بريا به له دفتر څخه د ده دوه کلنه غيرحاضري ختمه کړي. دا د دغه هېواد... Читать дальше...

کونړۍ مېرمنې: په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره تذکرې اخلو

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې ښځې وايي، دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره تذکرې اخلي او د نوم لیکنې مرکزونو ته به ځې، څو ملي ګټو ته ژمن کسان خپل استازي وټاکي . په کونړ کې ښځې وايي، په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره چې د نوم لیکنې کوم مرکزونه او محلونه جوړ شوي، اکثره يې د نارینه وو په لېسو او جوماتونو کې دي چې دوی ورته نشي تللی. دوی د ټاکنو کمیسيون له مسؤلینو غواړي چې دغه مرکزونه د نجونو ښونځیو یاهم نورو مناسبو ځایونو ته انتقال کړي، څو دوی په ډاډه زړه هلته لاړې شي او خپل نومونه ولیکي. دوی دا هم وايي... Читать дальше...



پاکستان: د نګران حکومت جوړولو لپاره سلا مشورې روانې دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د موجوده وفاقي او صوبايي حکومتونو جمهوري موده په می کې سر ته رسیږي او د عامو انتخاباتو او او د هغې په نتجه کې راتلونکیو نویو حکومتونو تر جوړېدو پورې د نګران حکومت لپاره هلې ځلې شروع شوي دي.

د بنو ښار لارې کوڅې له ډېرانونو ډکې شوي دي

Mashaalradio.com 

د بنو ښار اوسیدونکي وايي، له تېرو دوو اونیو راهېسې د میونسپل کمیټۍ ملازمینو هړتال کړی چې له وجې یې ښار له ګندونو او ډېرانونو ډک شوی دی. دوی وايي ځای په ځای پراته ډېرانونه میاشې، مچان او نور جراثیم خورونکي حشرات تولیدوي چې د خلکو د بیمارولو لپاره لاره هواروي. د بنو ښار اوسیدونکي وايي حکومت دې د صفایۍ غم وخوري.

"د افغانستان ۹۰ سلنه ورزشي فدراسیونونه غیر معیاري دي"

Pa.azadiradio.com 

د المپیک د ملي کمېټې نوی رئیس حفیظ الله ولي رحیمي وايي، په ورزشي بنسټونو کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ليدل کېږي. محمد واصل وصال له ښاغلي رحیمي سره مرکه کړې چې دلته یې کتلی شئ. ویډیو: سباوون کاکړ او ابراهیم صافی اېډېټ: ابراهیم صافی

له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو وروستۍ ستېندنه پیلیږي

Mashaalradio.com 

پر غلام خان بندر د پولېټيکل انتظامیې چارواکو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې پړاو کې هره ورځ د افغانستان له خوست، پکتیا او پکتیکا څخه ۵۰ کورنۍ لومړی د بنو بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنوي.

په کندهار کې پوځي عملیات له میوند ولسوالۍ پیل شول

Pa.azadiradio.com 

عملیات د کندهار په هغو سیمو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي چې د چارواکو په خبره، کېدای شي د هوا په ګرمېدو سره طالبان په کې د جګړو مرکزونه جوړ کړي. ویډیو: صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی

د خوست او کورمې پر پوله نښته، دواړو غاړو ته مرګ ژوبله

Mashaalradio.com 

رسمي سرچینې وايي، په نښته کې د پاکستاني لوري دوه کسان او د افغان هغه یو کس وژل شوی د پاکستان  پوځ وايي،په کورمه اېجنسۍ کې د افغانستان سره پر پوله د پاکستاني او افغان سرتېرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې د دوی دوه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د فوټسال په سیالیو کې متحد چهاردهي، ایثار لوبډلې ته ماته ورکړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د فوټسال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې متحد چهاردهي لوبډله وتوانېده چې ۷ د ۵ پر وړاندې ایثار لوبډلې ته ماته ورکړي. همدا شان د مخابراتو لوبډلې سجاد فلز لوبډلې ته ماته ورکړه او یاران شمال لوبډله وتوانېده چې صلصال لوبډلې ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماته ورکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې د کابل ښار ۲۰ لوبډلې برخه لري. نوموړي دا هم وویل چې دا لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او هره ورځ درې لوبې تر سره کېږي. د فوټبال فدراسیون وايي،... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *