Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

صالح: د لوګر تړلي ښوونځي به روانه اوونۍ بېرته پرانيستل شي

0
د لوګر چارواکي وايي، نن څلورمه ده چې وسله‌والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې ۳۰ ښوونځي تړلي دي.


د والي وياند وايي وسله‌والو دغه ښوونځي وروسته له هغې وتړل چې په سيمه کې افغان ځواکونو د دولت د وسله‌والو مخالفانو پر ضد پوځي عمليات وکړل.


سليم صالح نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، هڅه کېږي دغه ښوونځي بېرته پرانيستل شي.


ښاغلي صالح زیاته کړه:


"د لوګر والي، امنيتي ارګانونه او ولايتي شورا په سيمه کې له قومي مشرانو او عالمانو سره په اړيکه کې دي او ډاډ درکوو چې دغه ښوونځي به په همدې اوونۍ کې بېرته پرانيستل شي."


د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وايي د دغو ښوونځيو له تړل کېدو سره څه باندې ١٢ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.


وسله‌والو طالبانو هم په څرخ ولسوالۍ کې د ښوونځیو تړل کېدل تأیيد کړي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *