Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د مسکو په يوه پلورنځي کې اور لګېدلى دى

0
د روسي رسنيو راپورونه وايي، په مسکو کې نن تر ۱۰۰ زيات کسان وروسته له هغې له يوه پلورنځي څخه وايستل شول چې د لوړ منزل په يوه تحويلخانه کې اور ولګېد.


دولتي اژانس تاس د روغتيايي پرسونل په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، د اور لګېدو په پېښه کې يو تن مړ شوى دى.


د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې او د اور وژنې چارواکو رسنيو ته ويلي چې له ودانۍ څخه ١١٥ کسان ايستل شوي دي.


د اوروژنې کارکوونکي په دې څلور منزله ودانۍ کې په نورو کسانو پسې پلټنه کوي، خو دا لا معلومه نه‌ده چې څوک دننه راګېر پاتې دي که نه؟


دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د سايبريا د کمروف ښار په يوه تجارتي مرکز کې اور لګېدنې د ماشومانو په ګډون ٦٤ کسان مړه کړي او ٤١ تنه نور ټپيان کړي وو.


هغې پېښې د داسې ودانيو د خونديتوب په اړه اندېښنې ولاړې کړې وې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *