Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د دشت ارچي پېښې د څېړلو لپاره یو حکومتي پلاوی کندز ته رسېدلی

0
د کندز ولايتي اداره وايي د افغان حکومت د حقيقت موندنې کمېسيون غړي دغه ولايت ته رسېدلي دي.


د والي وياند نعمت‌الله تيموري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه کمېسيون خپلې څېړنې پيل کړې دي.


د جمهوريت رياست وياند شاه حسين مرتضوي پرون وويل، دغه هيئت به بېلابېل اړخونه وڅېړي.


ښاغلی مرتضوي وايي:


"د سیمې له خلکو سره تماسونه نیول کېږي او په روغتون کې به له ټپیانو هم معلومات اخیستل کېږي. پلاوی به له مختلفو اړخونو څخه تحقیقات کوي. د دفاع وزارت نن چهارشنبه د دې برید په اړه وېډیوګانې، تصویرونه او نقشې وړاندې کړي چې د دې برید د موقعیت په معلومولو کې مرسته کوي. د دفاع وزارت په دې اسنادو کې لیدل کېږي چې هلته زیات وسله‎وال موجود وو."


ملګرو ملتونو او مشرانو جرګې هم ویلي چې په دشت ارچي کې د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه تحقیقات کوي.


د حقيقت موندنې او عدالت غوښتنې ډلې نن چهارشنبه ويلي چې په دې پېښه کې ٥٠ تنه ملکيان هم وژل شوي دي.


افغان حکومت وايي د ملي اردو هوايي ځواک په دشت ارچي کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړې، خو طالبان بیا وايي چې برید پر يوه مدرسه شوى او لسګونه ملکیان په‌کې وژل شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *