Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

ټرمپ: پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به وځنډېږي

0
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به په لنډ وخت کې نه کېږي.


ډونالد ټرمپ دا خبره نن پر خپل ټویټر کړې ده.


نوموړي ویلي دي د ده تر مشرۍ لاندې د امریکا ادارې له داعش د سیمې د پاکولو لپاره لوی کار کړی دی.


ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې پوښتنه کړې ده چې د دې کار لپاره له امریکا څخه مننه کومه ده؟


ډونالد ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې لوېدیځ مشران په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په عکس العمل کې پر دغه هېواد د هوايي برید لپاره چمتووالی نیسي.


د سپینې ماڼۍ ویاندې ساراسندرز پرون وویل د امریکا د ملي امنیت ډلو پر ټولو انتخابونو غور کړی دی.


سوريه او متحد يې مسکو دا ردوي چې ګواکې په سوریه کې کیمیاوي وسله استعمال شوې ده او خبرداری ورکوي چې د سوريي پر ضد هر ډول پوځي اقدام به خرابې پایلې ولري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *