Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په بلخ ولایت کې هم د سولې غوښتنې خېمه ودرول شوه

0
په بلخ ولایت کې لسګونو کسانو نن په هېواد کې د سولې او د سولې له پروسې سره د دولت د وسله والو مخالفینو د یو ځای کېدو په هدف د تحصن خېمه ودروله.


دا د سولې غوښتنې خېمه په مزار شریف کې په حضرت علي کرم الله وجه پورې منسوبه روضه کې درول شوې ده.


د بلخ د ادبي تحریک مسؤل ذبیح الله احساس وویل چې د تحصن د دې خېمې د درولو هدف په افغانستان کې د امنیت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د بندیدو غوښتنه ده.


د مزار شریف د تحصن ګډونوالو پر پاکستان تور پورې کړ چې د ځانوژونکو او نورو بریدونو له لارې د افغانانو د وژلو مسؤل دی.


د کابل په ګډون د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې فعالانو او ځوانانو ورته خېمې وهلې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *