Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2018

روان کال تر زرو زیات کډوال په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي

0
د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په روان مېلادي کال کې تر زرو زيات پناه غوښتونکي چې غوښتل يې له لیبيا څخه اروپا ته ځانونه ورسوي، د مديترانې په سمندرګي کې ډوب شوي دي.


 دغه سازمان پرون وويل، شااوخوا ٢٠۴ کسان يوازې په تېرو څو ورځو کې مړه شوي چې قاچاقوونکو په ناخوندي کښتيو کې سپاره کړي وو.


د کډوالۍ نړيوال سازمان يوه غړي عثماني بلبيسي وويل، د لیبيا په سواحلو کې د مړينو پېښې خورا زياتې شوې دي.


د ده په خبره قاچاقوونکي د پناه غوښتونکو له هيجان څخه په استفاده دوى ته وايي چې د مديترانې پر لارو د اروپا له‌خوا د شرايطو تر سختېدو مخکې بايد ځانونه وباسي.


اروپا ته د پناه غوښتونکو تګ په ٢٠١۵ میلادي کال کې اوج ته ورسېد چې په زرګونه کسانو، له شمالي افريقا د سمندرونو په خطرناکو لارو ځانونه اروپا ته ورسول.


په ٢٠١۵ میلادي کال کې د ترکيې او يونان له طريقه هم تر يو میليون زيات پناه غوښتونکي تېر شول، خو دغه لارې دوه کاله مخکې وتړل شوې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *