Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 11.07.2018

یو افغان، چې له جرمني څخه ایستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو

Pa.azadiradio.com 

یو افغان، چې له جرمني څخه په زور ایستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون چهارشنبه وویل چې دا ۲۳ کلن افغان د روانې جولای په ۴ مه له ۶۸ نورو افغان پناه غوښتونکو سره له جرمني کابل ته راستون کړای شوی و. هغه په یوه هوټل کې، چې د کډوالو یوې نړیوالې موسسې کرایه کړی و، موقتاً د دې لپاره اوسېده چې خپل اصلي ولایت هرات ته واستول شي. د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا (IOM) پر اساس د دغه ځوان مړی د سې شنبې په ورځ وموندل شو او ظاهراً یې ځان پخپله وژلی دی.

له جرمني یو ایستل شوی افغان د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو

Pa.azadiradio.com 

یو افغان چې له جرمني څخه په زور ایستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون چهارشنبه وویل چې دا ۲۳ کلن افغان د روانې جولای په ۴مه له ۶۸ نورو افغان پناه غوښتونکو سره له جرمني کابل ته راستون کړای شوی و. ښاغلی میاخېل زیاتوي: "هغه په یوه هوټل کې چې د کډوالو یوې نړیوالې مؤسسې کرایه کړی و، موقتاً د دې لپاره اوسېده چې خپل اصلي ولایت هرات ته واستول شي." د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا (IOM) د وینا پر اساس د دغه ځوان... Читать дальше...

د سعودي عربستان پاچا د افغانستان د دیني عالمانو سره په جده کې وکتل

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا پرون چهارشنبه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو په نړیوال کنفرانس کې له ګډونوالو سره په جده کې وکتل. د سعودي عربستان پاچا، چې د خادم حرمین الشریفین لقب لري، دیني عالمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس په خاطر وستایل. د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس، چې د ۴۳ هیوادونو د څه باندې ۱۱۰ دیني عالمانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په جده کې پرانیستل شو، پرون چهارشنبه په مکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېد. د سعودي... Читать дальше...

د سعودي پاچا د افغانستان د دیني عالمانو سره په جده کې وکتل

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا پرون چهارشنبه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو په نړیوال کنفرانس کې له ګډونوالو سره په جده کې وکتل. د سعودي عربستان پاچا چې د خادم حرمین‌الشریفین لقب لري، دیني عالمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس په خاطر وستایل. د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس چې د ۴۳ هېوادونو د څه باندې ۱۱۰ دیني عالمانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په جده کې پرانیستل شو، پرون چهارشنبه په مکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېد. د سعودي... Читать дальше...

ولسمشر غني د ناټو د غړو هېوادونو د ځینو مشرانو سره خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو له مسؤلې، د ناروې له صدراعظمې او د اذربایجان له ولسمشر سره جلا جلا وکتل. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېني د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو پر انتخاباتو، د ښځو د ملاتړ، ترورېزم، حرفوي زده‌کړو او له جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې. مېرمن موګرېني د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړ. Читать дальше...

جمهور رئیس غنی په بروکسل کی د ناټو د غړیو هیوادونو د ځینو مشرانو سره خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر، چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو له مسوولې، د ناروې له صدراعظمې او د اذربایجان له ولسمشر سره جلا - جلا وکتل. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو پر انتخاباتو، د ښځو د ملاتړ، تروریزم، حرفوي زده کړو او له جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې. مېرمن موګیرني د افغانانو په... Читать дальше...

ناټو مقدونیا ته د غړیتوب لپاره د رسمي خبرو بلنه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

ناټو مقدونیا ته بلنه ورکړه چې په دې تړون کې د غړیتوب لپاره ورسره رسمي خبرې پیل کړي. دا بلنه چې له ډېرې مودې راهیسې یې تمه کېده، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ هېوادونو د مشرانو له غونډې وروسته ورکړل شوه. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د ناټو وَر پرانیستی دی او پرانیستی به وي. موږ د اتن او سکوپیې د تېرې اوونۍ د تاریخي موافقې تود هرکلی وکړ، نن مو ومنله چې د غړیتوب لپاره د مقدونیا له حکومت سره خبرې پیل شي. کله چې د هېواد د نوم د بدلېدو لپاره ټوله ملي... Читать дальше...

ناټو مقدونیا ته بلنه ورکړه چې د غړیتوب لپاره ورسره رسمي خبرې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

ناټو مقدونیا ته بلنه ورکړه چې په دې تړون کې د غړیتوب لپاره ورسره رسمي خبرې پیل کړي. دا بلنه، چې له ډېرې مودې راهیسې یې تمه کېده، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ هیوادونو د مشرانو له غونډې وروسته ورکړل شوه. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «د ناټو وَر پرانیستی دی او پرانیستی به وي. موږ د اتن او سکوپیې د تېرې اوونۍ د تاریخي موافقې تود هرکلی وکړ، نن مو ومنله چې د غړیتوب لپاره د مقدونیا له حکومت سره خبرې پیل شي. کله چې د هیواد د نوم د بدلېدو لپاره ټوله ملي پروسه بشپړه شي، دا هیواد به د ناټو دېرشم غړی شي.



په لوګر کې نور ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې وسله‌والو طالبانو ښوونځیو او زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړ، د لوګر یو شمېر نور ښوونځي تړل شوي دي. د لوګر چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو ښوونکو او زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړ چې ښوونځیو ته لاړ نه‌شي. د دوی په وینا طالبانو ویلي چې تر هغو چې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد عملیات ونه‌دروي، ښوونځي به فعالیت ته پرېنه‌ږدي​. تېره اوونۍ د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول. د طالبانو د خبرداري له کبله د زده‌کوونکو ازموینې نیمګړې پاتې شوې.

تېره اوونۍ د لوګر د محمد اغې ولسوالي ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې وسله والو طالبانو ښوونځیو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړ، د لوګر یو شمېر نور ښوونځي تړل شوي دي. د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړ چې ښوونځیو ته لاړ نه شي. د دوی په وینا طالبانو ویلي چې تر هغو چې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات ونه دروي، ښوونځي به فعالیت ته پرېنږدي . تېره اوونۍ د لوګر د محمد اغې ولسوالي ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول. د طالبانو د خبرداري له کبله د زده کوونکو ازموینې نیمګړې پاتې شوې.

د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

Turn off for: Pashto   د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ. دا تړون حاضردمه په افغانستان کې نژدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعني ۱۴ زره یې امریکايان دي. ناټو تړون پرون چهارشنبه د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې د قاطع ملاتړ ماموریت په نوم په افغانستان کې د خپل ماموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي: «موږ په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو.» په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، «په داسې... Читать дальше...

ناټو په افغانستان کې د خپل مأموریت پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل مأموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ. دا تړون حاضر دمه په افغانستان کې نږدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعنې ۱۴ زره‌یې امریکايان دي. ناټو تړون پرون چهارشنبه د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې د قاطع ملاتړ مأموریت په نوم په افغانستان کې د خپل مأموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي: "موږ په افغانستان کې د دوامداره سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو." په اعلامیه کې دغه‌راز ویل شوي: "په داسې حال کې چې د افغانستان... Читать дальше...

د مکې کنفرانس: طالبان دې جنګ بس کړي

Mashaalradio.com 

په سعودي عرب کې د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۱۰ ديني عالمانو د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان حکومت د سولې وړانديز دې ومني او له جګړې دې لاس واخلي.

د هارون بلور جنازه په وزیر باغ کې وشوه

Mashaalradio.com 

د هارون بلور د جنازې پر مهال د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان له مشال راډيو سره په خبرو کي وویل چې د امنیتي خطرونو باوجود یې د ګوند مشرپه راروانو ټولټاکنو کې د برخې اخیستو غږ کړی. نوموړي وویل که په انتخاباتو کې درغلي (داندلي) وشوه نو بیا به داسې احتجاجونه پیلوي چې د نورو هغو احتجاجونه به مو هېر شي.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې د انتخاباتو په اړه د عوامي نشنل ګوند پر غونډه په ځانمرګي بريد کې د دغه ګوند د یوه مشر هارون بلور په ګډون تر شلو زيات کسان وژل شوي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ناټو مشرانو په غونډه کې خبرې کوي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مه‌هېروئ.

د هارون بلور جنازې لمونځ

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د چارشنبې په شپه د عوامي نېشنل ګوند پر انتخاباتي غونډه په ځانمرګي بريد کې د وژل شوي شوي سیاستوال هارون بلور د جنازې لمونځ نن د جون پر یوولسمه نېټه د دغه ښار په وزیر باغ کې ادا کړل شو. په هغه برید کې د هارون بلور په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل دي.

د کونړ عالمان: د زورواکو نیول او قانون ته سپارل د ولسونو غوښتنه ده

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې دیني عالمانو نن چهارشنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر غني له خوا د زورواکو د زورکمولو او د هغوی د نیولو اقدام وستایه او ملاتړ يې وکړ. د کونړ د دیني عالمانو شورا غړي مولوي نجیب الله حقیار د غونډې برخه والو ته وویل چې له ولسمشره يې څو څو ځله غوښتي چې باید په دولت کې د دننه زورواکو او قانون ماتوونکو خلاف دې اقدامات وکړې او نن يې چې څو تنه زورواکي او د ځمکو غاصبین نیولي، دوی او د کونړ ولسونه يې ملاتړ کوي. دیني عالمان وايي، د دولت له وسله والو مخالفینو په دولت کې دننه زورواکي د حکومت... Читать дальше...

په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د مشرانو غونډه چې د افغانستان په اړه هم بحث کوي، نن چهارشنبه پیل شوه. د افغانستان پر موضوع به د دې سرمشریزې سبانۍ غونډه کې بحث وشي. په دې بحثونو کې تر ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته، د افغانستان له پوځ سره د ناټو د مرستو پر دوام او افغانستان ته د ناټو د لا ډېرو پوځي روزونکو پر استولو تمرکز کېږي. د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د بروکسل سرمشریزې ته په رسېدو افغانستان ته د بريتانوي ځواکونو د استولو په اړه خبریالانو ته وویل:  "موږ نن اعلان کوو چې خپل ۴۴۰ نور سرتېرې په افغانستان... Читать дальше...

امریکا: سعودي د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول لوبولای شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د سولې په پروسه کې د سعودي عربستان د رول ستاینه کړې ده او وایي چې سعودي عربستان کولای شي چې د افغانستان د سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول ولوبوي. په هغه مکتوب کې چې د امریکا دفاع وزارت د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته لېږلی، راغلي چې ډېر د خوښۍ ځای دی چې د حرمین شریفین خادم د افغانستان د بحران د هواري په برخه کې مخکښ دی. د امریکا دفاع وزارت په دې مکتوب کې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډې ته اشاره شوې او ویلي یې دي چې دا... Читать дальше...

په سعودي کې د عالمانو غونډې د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې

Pa.azadiradio.com 

په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه وروستۍ اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده. دغه‌راز د کنفرانس ګډونوالو په دې اعلامیه کې پر وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د ۴۳ اسلامي هېوادونو د شااوخوا ۱۱۰ دیني عالمانو غونډه پرون سې شنبه په جده ښار کې پیل شوه او نن چهارشنبه دوهمه ورځ‌یې په مکه مکرمه کې وه.  افغان... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *