Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2018

مسکو: د روسیې او امریکا ولسمشران ښايي روانه میاشت دوه په دوه وګوري

0
مسکو وايي چې د روسیې او د متحدو ایالاتو ولسمشران ښايي روانه میاشت د فنلنډ په پلازمېنه هلسنکي کې په خصوصي ډول دوه په دوه سره وګوري.


د کرملين ویاند ديميتري پېسکوف نن سې شنبه خبریالانو ته وویل چې ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین ښايي د جولای په شپاړسمه، په هلسنکي کې د رسمي کتنې تر پېل مخکې، په خصوصي ډول سره کېني او حتی د هغوی همکاران هم ښايي په دې کتنه کې نه وي.


پېسکوف وویل چې پوتین په هر ډول چې د ډونالد ټرمپ لپاره مناسبه وي، تیار دی چې له هغه سره وګوري.


 کرملين وویل چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د دوه په دوه کتنې امکان نه ردوي.


کرملين پرون وویل چې ولادیمیر پوتین تیار دی چې له ټرمپ سره په کتنه کې له اوکراین څخه د کریمیا ټاپووزمې له جلا کولو پرته، پر نورو ټولو مسئلو یوه جوړ جاړي ته د رسېدو هڅې وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *