Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2018

ولسمشر غني د ناټو د غړو هېوادونو د ځینو مشرانو سره خبرې وکړې

0
د افغانستان ولسمشر چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو له مسؤلې، د ناروې له صدراعظمې او د اذربایجان له ولسمشر سره جلا جلا وکتل.


د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېني د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو پر انتخاباتو، د ښځو د ملاتړ، ترورېزم، حرفوي زده‌کړو او له جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.


مېرمن موګرېني د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.


تر دې وړاندې ولسمشر غني په بروکسل کې د ناروې له صدراعظمې ایرنا سولبرګ سره د انکشافي پروژو، امنیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.


ښاغلي غني د اذربایجان له ولسمشر الهام علي‌اف سره هم د دوو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.


له ولسمشر غني سره د بروکسل په سفر کې اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *