Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2018

عمران خان د پاکستان په انتخاباتو کې د خپل ګوند بریا اعلان کړه

0
د پاکستان د کرکټ ستوري عمران خان د جولای د ۲۵مې نېټې په انتخاباتو کې د خپل ګوند- تحریک انصاف بریا اعلان کړه.


تحریک انصاف ګوند پرون وروسته له دې چې د ټولو رایې تقریبا نیمايي وشمېرل شوې د خپل اصلي سیال مسلم لیګ ن ګوند په وړاندې چې د مقدماتي نتایجو له مخې یې ۶۱ سیټونه ګټلي په دوهم مقام کې راغلی پراخه بریا ترلاسه کړه. د اټکلونو له مخې د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ پیپل ګوند دریم مقام خپل کړی.


د پاکستان ګڼ شمیر ټلویزیوني چینلونو اټکل کړی چې تحریک انصاف ښايي د ملي اسمبلې له ۲۷۰ څوکیو څخه ۱۱۹ څوکۍ چې انتخابات ورته وشول وګټي.


مسلم لیګ ن او ګڼ شمیر نورو ګوندونو دا انتخابات رد کړي او له درغلیو ډک یې بللي.


د تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل ګوند د بریا د اعلان پرمهال په یوه ټلویزیوني وینا کې له افغانستان، متحدایالاتو او هند سره د پاکستان د اړیکو د ښه کولو ژمنه وکړه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *