Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2018

د چک ولسمشر په افغانستان کې د چک د پوځي مأموریت ملاتړ وکړ

0
د چک ولسمشر میلوش زیمان په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د چک د پوځي مأموریت ملاتړ وکړ.


په پراګ کې پرون د چک جمهوریت له سفیرانو سره د دغه هېواد ولسمشر د کلنۍ غونډې پر مهال وویل چې په کابل کې د چک پوځیان د پراګ لپاره جګړه کوي.


په وروستیو کې په چک کې یو شمیر ګوندونو پر حکومت فشار زیات کړی دی چې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي.


تېره میاشت په بګرام کې د یوې چاودنې پر مهال درې چکي سرتېري ووژل شول.


په افغانستان کې چک ۲۳۰ پوځیان او روزونکي لري او له ۲۰۰۲ کال راپه دې خوا په دې هېواد کې تر اوسه ۱۳ چکي سرتېري وژل شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *