Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2018

Новости за 19.08.2018

جرګې د راو انوار د ضمانت د منسوخېدو غوښتنه وکړه

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود تر وژنې وروسته جوړې شوې جرګې ويلي چې که د سيند های کورټ په وژنه کې د تورن پوليس افسر راو انور ضمانت منسوخ نکړ نو دوی به تر لوی اختر وروسته په کراچۍ کې هړتال کوي.

د مینګورې فعالان ونې، بوټي لګوي

Mashaalradio.com 

د سوات په مینګوره کې یو شمېر فعالانو د خوړونو غاړو ته د ونو کښېنولو لړۍ پیل کړې. دوی وايي، غواړي سیمه بیا شنه کړي او د اقلیم یا اب و هوا د بدلون اغېز کم کړي. دا فعالان وايي، د ونو، بوټو نهالولو سلسله د سوات تر نورو برخو هم غځوي. دوی چنده ټولوي او بوټي اخلي. ویډیويي رپورټ.

په خوست کې د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

د یکشنبې په ورځ په خوست کې، د افغانستان د خپلواکۍ د جشن یو شمېر ګډونوالو، مشال راډیو سره په خبرو کې پدې خواشیني څرګنده کړه، چې د هېواد له بشپړې خپلواکۍ ۹۹ کاله وروسته هم، دا هېواد په جګړو او ناخوالو کې ایسار دی او اوسیدونکي يې غریب او نورو ته محتاجه دي.

ظریف: امریکا به د ایران د اسلامي رژيم په پرځولو بریالۍ نه شي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پرضد د نوې ادارې د جوړولو هدف د اسلامي رژیم پرځول دي، خو دی زیاتوي چې متحدایالات به په دې کار کې بریالي نشي. ښاغلي ظریف دا بیان نن یکشنبه د اګست په ۱۹مه په ایران کې د امریکا په ملاتړ د کودتا د ۶۵ مې کلیزې په مناسبت پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلی دی. د ۱۹۵۳ کال په کودتا کې د صدراعظم محمد مصدق په مشرۍ د ایران انتخابي حکومت وپرځول شو. ظریف لیکي چې امریکا د مصدق حکومت نسکور کړ او په ایران کې یې دیکتاتوري واکمنه کړه، خو دا کار به هېڅ کله بیا ونشي. Читать дальше...

ظریف: امریکا به د ایران د اسلامي رژيم په پرځولو بریالی نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پر ضد د نوې ادارې د جوړولو هدف د اسلامي رژیم پرځول دي، خو دی زیاتوي چې متحده ایالات به په دې کار کې بریالی نه‌شي. ښاغلي ظریف دا بیان نن یکشنبه د اګسټ په ۱۹مه په ایران کې د امریکا په ملاتړ د کودتا د ۶۵مې کلیزې په مناسبت پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلی دی. د ۱۹۵۳ کال په کودتا کې د صدراعظم محمد مصدق په مشرۍ د ایران انتخابي حکومت وپرځول شو. ظریف لیکي چې امریکا د مصدق حکومت نسکور کړ او په ایران کې یې دیکتاتوري واکمنه کړه، خو دا کار به هېڅکله بیا ونه‌شي. Читать дальше...

چارواکي: د فراه د یو شمېر سیمو په پوځي عملیاتو کې۵۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په یوشمېر سیمو کې پوځي عملیات د لسګونه وسله والو په مرګ ژوبله پای ته ورسېدل. په فراه کې د ملي اردو د ۲ پلې لوا قوماندان ګدا محمد دوست نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خاک سفېد، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ځینې سیمې هم له وسله والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي. دی وایي: "په دې عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوله، د مخالفینو ۵۱ وسله وال ووژل شول او ۳۲ کسان یې اسیران شول." وسله والو طالبانو تراوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

چارواکي: د فراه د یو شمېر سیمو په پوځي عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې پوځي عملیات د لسګونه وسله‌والو په مرګ ژوبله پای ته ورسېدل. په فراه کې د ملي اردو د ۲مې پلې لوا قوماندان ګدا محمد دوست نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خاک سفېد، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ځینې سیمې هم له وسله‌والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي. دی وایي: "په دې عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ مأموریت هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوله، د مخالفینو ۵۱ وسله‌وال ووژل شول او ۳۲ کسان‌یې اسیران شول." وسله‌والو طالبانو تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...

چارواکي: د فاریاب بل‌چراغ ولسوالۍ تېره شپه وسله‌والو طالبانو نیولې

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب ولایت دولتي چارواکو تأیید کړې ده چې بل‌چراغ ولسوالۍ تېره شپه وسله‌والو طالبانو نیولې ده. د فاریاب والي نقیب‌الله فایق ویلي چې دا ولسوالۍ د تېرو څو ورځو له درنو جګړو وروسته تېره شپه ناوخته طالبانو ونیوله، ځکه چې مرستندوی ځواکونه ورونه‌رسېدل. خو د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز تهاجمي حمله وکړه او بې‌جګړې یې ونیوله. ښاغلی رحماني وايي چې د حملې پر مهال شااوخوا ۴۰ افغان پوځیان بې له جګړې وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول. Читать дальше...



چارواکي: د فاریاب بلچراغ ولسوالي تېره شپه وسله والو طالبانو نیولې

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب ولایت دولتي چارواکو تأیید کړې ده چې بلچراغ ولسوالي تېره شپه وسله والو طالبانو نیولې ده. د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي چې دا ولسوالي د تېرو څو ورځو له درنو جګړو وروسته تېره شپه ناوخته طالبانو ونیوله، ځکه چې مرستندوی ځواکونه ور ونه رسېدل. خو د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز تهاجمي حمله وکړه او بې جګړې یې ونیوله. ښاغلی رحماني وايي چې د حملې پرمهال شااوخوا څلوېښت افغان پوځیان بې له جګړې وسله والو طالبانو ته تسلیم شول. Читать дальше...

په کندهار کې یوې ترافيکي پېښې ۶ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې په یوه ترافيکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. پېښه نن یکشنبه ماسپښین مهال د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د دوو موټرو د ټکر له کبله وشوه. د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستيال ویاند عبدالبشير خاکسار وایي، په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کي ښځې هم شاملې دي. ښاغلي خاکسار زیاته کړه چې د پېښي د علت په اړه د دوی پلټنې پيل شوې دي. تېز تګ، د سړکونو د سور کموالی او د موټر چلوونکو بې اختیاطي هغه عوامل دي چې ډېر کله پر لويو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو باعث کېږي.

په کندهار کې یوې ټرافيکي پېښې ۶ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې په یوه ټرافيکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. پېښه نن یکشنبه ماسپښین مهال د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د دوو موټرو د ټکر له کبله وشوه. د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستيال ویاند عبدالبشير خاکسار وایي، په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کي ښځې هم شاملې دي. ښاغلي خاکسار زیاته کړه چې د پېښې د علت په اړه د دوی پلټنې پيل شوې دي. تېز تګ، د سړکونو د سور کموالی او د موټر چلوونکو بې‌اختیاطي هغه عوامل دي چې ډېر کله پر لويو لارو د خونړیو ټرافیکي پېښو باعث کېږي.

د لوی اختر له راتګ سره د څارویو بیې لوړې شوې دي

Mashaalradio.com 

لوی اختر رارسېدلی او ګڼو خلکو د قربانۍ مال اخیستو لپاره د څارویو منډیۍ ته مخه کړې. ځېنې خلک وايي، څاروي دومره ګران دي چې اخیستای یې نشي. خو د پېښور په یوې منډیۍ کې څارویو خرڅوونکي وايي، په مالونو یې ډېر لګښت شوی او افغانستان ته یې برامد هم درېدلی نو ځکه یې بیې ټيټې شوې دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلې نن یکشنبه د سیالۍ ډګر ته وځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلې نن یکشنبه په کابل کې د سیالۍ ډګر ته وځي. دا دوهم ځل دی چې افغانستان د فوټبال لوبې لپاره د کوم بل هېواد کوربه توب کوي. دواړو لوبډلو د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې په ویاړ د دغې دوستانه لوبې لپاره پرون شپه وروستي تمرینات وکړل. د دغې لوبې لپاره د کابل فوټبال په لوبغالي او له هغې بیرون ځانګړي تدابیر نیول شوي او ټاکل شوي چې دواړه لوبډلې نن ماښام اووه بجې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

خلک د لوی اختر قربانۍ ته چړې تېرې کوي

Mashaalradio.com 

د لوی اختر له راتګ سره سم، په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې د چړو او چاقوګانو د تېره کولو کار زور اخیستی. خلک نه یوازې پڅې چړې تېرې کوي بلکې نوې هم اخلي. په بازار کې یو کس له کوټې څخه ورغلی او کار کوي. ویډیو وګورئ.

عمران خان او د ترهګرۍ د مخنیوي پلان

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له انتخاباتو  ګټلو وروسته د خپلې پالیسۍ مهم ټکي ښکاره کړي خو د ترهګرۍ خلاف قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان باندې یې تر اوڅه خپل نظر نه دی ښکاره کړی.

د بنګلې بازار واړه، واړه کاروبارونه او جنرېټر رکشې

Mashaalradio.com 

د ملاکنډ ضلعې په ختیځ کې د نهر خوا ته یو وړوکی بازار دی چې بنګله بازار نومېږي. دلته واړه کاروبارونه دي خو هریچند او ملاکنډ ته ورڅخه د اهنګرانو په لاسونو جوړې جنرېټر نومي رکشې یا ګاډي هم ځي. په بازار کې یو چمبه یا تمبل جوړوونکی هم شته. رپورټ وګورئ.

هیومن رایټس واچ: ایران دې نسرین ستوده سمدستي خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ له ایراني چارواکو غوښتي دي چې د بشري حقونو مخکښه مدافع نسرین ستوده سمدستي خوشې کړي. دا ټولنه وايي چې پر مېرمن ستوده نوي تورونه ښيې چې د ایران قضا د بشري حقونو فعالیت ته د جنايي جرمونو بڼه ورکوي. د بشري حقونو د څار ټولنې د منځني ختیځ د څانګې مشرې سارا لیاه وایټسن نن په یوه بیان کې وویل چې ایراني چارواکي په تېره د بشري حقونو د مدافعانو په قضیو کې قضايي پروسه له پامه غورځوي. مېرمن واټسن د نسرین ستوده قضیې ته د اشارې په ترڅ کې زیاته کړه، هغه څه چې چارواکي... Читать дальше...

د افغانستان او فلسطین د فوټبال لوبډلې نن ماښام سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې نن ماښام په کابل کې د سیالۍ ډګر ته ووځي. دا د دواړو لوبډلو ترمینځ یوه دوستانه سیالي ده چې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي. د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې غړي د جمعې په ورځ کابل ته ورسیدل. دا لوبډله د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په بلنه له افغان لوبډلې سره دا سیالي ترسره کوي.

لاکونه مسلمانان په مکې کې حج کوي

Mashaalradio.com 

په سعودي عرب کې د حج مناسک پیل شوي دي او له سرکاري شمېر سره سم، شاوخوا دوه میلیونه کسان مکې ته ورغلي. د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *