Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2018

اروپا :د کوسوو او صربستان ترمنځ د مځکې تبادله به شخړې پورته کړي

0
 د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د کوسوو او صربستان ترمنځ د مځکې د تبادلې په اړه د جرمني له اندیښنې او خبرداري ملاتړ کړی دی.


د اروپايی ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په ویانا کې تر غونډې مخکې خبردارۍ ورکړ چې د کوسوو او صربستان ترمنځ د مځکې تبادله او د پولو بیا ترسیم به زړې نژادي شخړې پورته کړي.


د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې کارین کنیسل وویل د هیوادونو ترمنځ د پولو بدلون تل ستونزې پیدا کړي دي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل د هیوادونو ترمنځ د مځکې بدلول د خلکو زاړه ټپونه تازه کوي .


تر دې مخکې د جرمني صدراعظم انګیلا میرکل د اګست په ۱۴ د کوسوو او صربستان ترمنځ د پولو د بیا ترسیم په اړه خبردارۍ ورکړی و او د بالکان هیوادونو مځکنۍ تمامیت يې سپیڅلی بللی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *