Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د سولې په اړه د مسکو غونډه کې به امریکا د څارونکي په توګه ګډون وکړي

0
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن پنجشنبه د نوومبر ۸مه، وویل چې په مسکو کې د امریکا سفارت چارواکي به د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه په غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي.


ماریا زاخارووا نن خبریالانو ته وویل: 


"د امریکا متحد ایالات د څارونکي په توګه په غونډه کې ګډون کوي او په مسکو کې د سفارت یو چارواکی به د امریکا استازیتوب وکړي."


مسکو به سبا جمعه د نوومبر۹مه، د افغانستان د سولې په اړه د غونډې کوربه وي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو استازي وربلل شوي دي.


له کابله د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی نن د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *