Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 14.11.2018

طاهر داوړ څوک وو؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د نومبر پر ۱۴مه وویل، د خیبر پښتونخوا د پولیسو د افسر طاهر داوړ وژنه تاییدوي. په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وايي: د طاهر داوړ د مرګ حساب به داسې غواړي چې رياست به یې ياد ساتي. ويډيو: غلام غوث د تصويرو موادو سرچينې: د طاهر داوړ کورنۍ، خېبر پښتونخوا پوليس

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په تيرو څلورو ورځو کې زرګونو کورنۍ له جاغوري او مالستان ولسواليو څخه تېښتې ته اړې شوي. د امريکا د ولسمشر مرستيال پر ميانمار په دغه هيواد کې د مسلمان روهنګيا سره د چلند په خاطر سخت انتقاد کړی دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

کندهار کې د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو نندارتون

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د ښځو لخوا جوړ شوي لاسي صنایع، کرنیز محصولات او یوشمېر نور توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.په نندارتون کې افغان مېرمنو هم خپل لاسي توليدات او صنایع نندارې ته وړاندې کړې دي. ویډیو:صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی

د طاهر داوړ د وژنې تپوس به هرو مرو کوو: محسن داوړ

Mashaalradio.com 

له اسلام اباده د اکتوبر پر ۲۷مه د تښتول شوي پېښور پولیس افسر طاهر داوړ مړي ته د هغه د کورنۍ خلک او قامي مشران په حیات اباد کې د وژل شوي پولیس چارواکي د کور خوا کې په انتظار ناست دي او هلته د نوموړي د فاتحې لپاره هم خلک ور-روان دي. هلته له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم ناست دی. هغه د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې ویلي د طاهر داوړ د وژنې تپوس به هرومرو کوي.



د تاشقرغان د انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان سیمې د انارو سږني حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.  د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد سالم ساعي وايي، په تاشقرغان کې په ۱۶ زره جریبه ځمکه کې د انارو ونې کرل شوي چې له هر جریبه‌یې د انارو حاصلات يو زر او ۵۰۰ کېلو ګرامو ته رسېږي. ښاغلی ساعي وايي، د تاشقرغان انار له ښه کیفیته برخه‌مند دي چې د کورنیو بازارونو تر څنګ په هند، پاکستان او ازبکستان کې هم ښه بازار لري. د نوموړي په خبره، په بلخ ولایت کې د انارو زیاتره بڼونه د کرنې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د بڼوالۍ د ودې او پرمختګ په هدف جوړ شوي دي.

اروپایي هېوادونو ته د قره‌قل د پوستکي صادرات کم شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې د قره‌قل د پوستکي انسټټیوټ مسؤلین وایي، اروپايي هېوادونو ته د قره‌قل د پوستکي صادرات کم شوي دي. د دغه انسټټيوټ مدیر محمد عارف ازادي راډیو ته وویل چې په نړیوالو بازارونو کې د قره‌قل د تقاضا د کموالي له امله د تېرو کلونو په پرتله د دغه محصول په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی. د معلوماتو له مخې، د قره‌قل پوستکی تر ډېره د افغانستان له شمالي ولایتونو لکه فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان نه ترلاسه کېږي. د ښاغلي عارف په خبره، د افغانستان د قره‌قل پوستکي تر ډېره اروپايي هېوادونو، فنلند، روسیې او ډنمارک ته صادرېږي. Читать дальше...

د بخښنې سازمان له ایرانه د اهواز د عرب اقلیت د بنديانو معلومات غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان پر ایراني چارواکو ټینګار کړی چې ژر تر ژره د اهواز عرب توکمي اقلیت د هغو سلګونه غړو په اړه معلومات ورکړي چې په بند کې ساتل کېږي او ورسره د اړیکو نیولو امکانات نه‌شته. دغه ډله چې مرکز یې په لندن کې دی، دا غوښتنه نن داسې مهال وکړه چې په تېرو ورځو کې په ایران کې د ۲۲ کسانو د مخفي اعدام په اړه راپورونه خپاره شول. ایراني چارواکو دغه راپورونه رد کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا څانګې د څېړنو او ملاتړ مشر فیلیپ لوتر وویل که چېرې دا راپورونه تأیید شي،... Читать дальше...

طاهر خان داوړ څوک وو؟

Mashaalradio.com 

طاهر داوړ د دوه زامنو او پنځه لوڼو پلار و. تر ټولو کشر بچی یې پنځه کلنه فاطمه ده. د نوموړي یو ورور څو میاشتې مخکې په اسلام اباد کې وژل شوی و، د هغه د پاتې شویو ۱۳ بچو پالنه هم د طاهر داوړ په غاړه وه.

ښځینه کرکټ: اسټرالیا، نیوزیلنډ ته او پاکستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه کرکټ شل اوورېز نړیوال جام سیالیو په لړ کې اسټرالیا، نیوزیلنډ ته او پاکستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه. د تېرې ورځې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستان لومړی بېټنګ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ وکټو په زیان سره ایرلنډۍ ښځینه لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې ایرلنډۍ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ وکټو په زیان سره ۱۰۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳۸ منډو په توپیر بایلوده. په دوهمه لوبه کې بیا اسټرالیوۍ ښځینه لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۷ وکټو په زیان سره... Читать дальше...

'د طاهر داوړ مړی موندل شوی دی'

Mashaalradio.com 

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي چې د وژل شوي پولیس افیسر طاهر داوړ مړی موندل شوی دی خو کورنۍ ته يې لا نه دی سپارل شوی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *