Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

د قزاقستان په ۲ ښارونو کې نن لسګونو مظاهره چيان راغونډ شوي

0
د قزاقستان د دوو ښارونو په مرکزونو کې نن په لسګونو مظاهره چيان راغونډ شوي دي.


دوى د ټولو سياسي بنديانو خوشې کېدل او د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو تحريمول غواړي.


په مارچ مياشت کې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف تر استعفا وروسته په پام کې ده په‌دغه هېواد کې د جون پر نهمه د ولسمشرۍ تر وخت مخکې انتخابات وشي.


ديکتاتور ولسمشر نظربايف د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو او د خپلواکۍ تر اخېستلو مخکې هم د دغه هېواد واکمن و.


پخوانى شوروي اتحاد په ١٩٩١میلادي کال کې دړې وړې او قزاقستان خپلواکي ترلاسه کړه.


په الماتې کې چې د قزاقستان تر ټولو لوى ښار دى، مظاهره چيان په مرکزي پارک کې راغونډ شوي دي.


په پلازمېنه نور سلطان کې هم په همدې ډول مظاهره چيان راوتلي او د انتخاباتو د بايکاټ او د سياسي بنديانو د ازادۍ لپاره شعارونه ورکوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *