Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 10.05.2019

'د تري تمو راخوشېکېدل مثبت ګام دی'

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ وياند وايي، د تري تم کړل شويو کسانو کورنيو سره په غم کې شريک دي. ميجر جنرل اصف غفور په خپل شخصي ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی په درد ورسره شريک دی او د لا درکه کسانو راخوشېکولو کې ورسره ولاړ دی.

یو شمېر ایرانیانو د عباس عراقچي په وروستیو څرګندونو نیوکې کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ایرانیانو د خپل هېواد د بهرنیو چارو پر مرستیال وزیر عباس عراقچي وروسته له هغې سخت انتقادونه کړي چې نوموړي وویل، د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې به له خپل هېواده افغان کډوال وباسي. د تسنیم په نوم د ایران نیمه دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ پر عراقچي انتقاد کړی او ویلي یې دي "کاش چې تاسو داسې څرګندونې نه وای کړې." د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس وايي، ځیني انتقادونه تر دې هم سخت و. د ایران یو محافظه کار سیاسي فعال علي نادري پر خپل ټوېټر لیکلي: "له دندې څخه د عراقچي لېرې کول به د نوموړي... Читать дальше...



ایران دې خبرو ته کښېني: پامپېو

Mashaalradio.com 

امریکا د ایران له خوا د کوم برید پر وړاندې د چټک او پرېکنده ځواب ورکولو پر ګواښ سربېره د هغه هېواد پر مشرانو ټینګار کړی چې خبرو اترو ته دې ورسره کښېني.

بنو: د سرکار ارزان بازار ویجاړ پروت دی

Mashaalradio.com 

د بنو ځېنې اوسېدونکي وايي، د روژې لپاره حکومتي ارزان بازار ویجاړ پروت دی او هېڅ شی پکې نه خرڅېږي. په دې اړه عمردراز وزیر له یوشمېر ځايي خلکو سره ږغېدلی.

د نازیانو ماتې لمانځلو په لړکې د مسکو پوځي پرېډ

Mashaalradio.com 

روس د نازیانو د ماتې کلیزه ولمانځله پخواني شوروي اتحاد ۷۴ کاله مخکې په دوهم جهاني جنګ کې نازيان مات کړل. د مې پر انهمه د دې کلیزې په مناسبت د روس ولسمشر ولاديمير پوتين او د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايېف د پوځي پرېډ نندارې ته ورغلي ول چې په سلګونو ځواکونو او ټانګونو په پرېډ کې برخه درولوده. ويډيو: رویټرژ ايډيټ: هدايت سلطاني

د تاجکستان پامیریان هم د زردشت او هم د اسلام دودونه پالي

Mashaalradio.com 

د تاجکستان په جنوب او د افغانستان په شمال کې د پامیر غر چې د ((نړۍ بام)) بلل کېږي، په لمن کې یې دواړو خواو ته پامیریان اوسي. په تاجکستان کې پامیریانو د زردشت او اسلام دواړو دینونو او لارو کلتوري ارزښتونه خوندي ساتلي. په اړه یې د مشال راډیو د روسۍ ژبې ټېلېوېژن کرنټ ټایم ویډیويي رپورټ وګورئ.

طالبانو په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د خبرو شپږم پړاو مثبت بللی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د خبرو شپږم پړاو چې پرون پای ته ورسېد، مثبت بللی او په دې خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظریې په حوصله واورېدې. په بیان کې پرته له دې چې پر جزیاتو رڼا واچول شي، ویل شوي چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو، خو ځینې پاتې دي. شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل... Читать дальше...

IOM: په یوه اوونۍ کې له ایرانه نږدې ۸ زره افغانان جبري ایستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیوال سازمان IOM د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه هېواد ته د نږدې اته زره افغانانو د جبري ستنولو خبر ورکوي. IOM په خپل اوونیز راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې د شنبې تر ورځې پورې د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې دیارلس زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، خو له دې ډلې ۷۹۹۰ کسان د ایران حکومت افغانستان ته ډیپورت کړي دي. د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیله د شنبې تر ورځې له ایرانه ۷۰۴۷۰ افغانان په خپله خوښه ستانه شوي او ۸۶۷۸۲ نور په زور ایستل شوي دي. همداراز د روان میلادي کال... Читать дальше...

د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن د سیالۍ ډګر ته وځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې یو ورځنۍ لوبې یا ODI لپاره د سیالۍ ډګر ته وځي. ټاکل شوې چې د سکاټلنډ په ادینبرا ښار کې دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پیل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي سلاکار تاج ملوک عالم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده. ده وویل: "دا لوبه د ټیم لپاره ځکه مهمه ده چې د نړیوال جام په درشل کې د لوبغاړو همغږي او کمبینېشن پرې جوړېدای شي او زموږ د لوبې لپاره د لوبغاړو پرکټس هم ډېر مهم دی." افغانستان... Читать дальше...

څارونکي: د جرمني پولیسو له یوه افغان کډوال سره ناوړه چلند کړی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي شورا یوې څارونکې ډلې د جرمني پر پولیسو تور لګولی چې له یوه افغان سره یې خپل هېواد ته د جبري ستنولو پرمهال ناوړه چلند کړی دی. د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېټې پرون په یوه راپور کې وویل، د یوه چا شکنجه کول داسې چې له خاصو اندامونو یې کلک نیسي، هغه تکنیک دی چې هدف یې په واضح ډول د سخت درد ورکول دي او دا هم زیاتی دی او هم ناروا عمل دی. دا کمېټه په خپل راپور کې وايي، تېرکال په یوه الوتنه کې دوی ته څرګنده شوه چې د جرمني د فدرال پولیسو یوه افسر دا طریقه پر هغه افغان کډوال وکاروله چې په... Читать дальше...

پر نازي جرمني د متحدانو د بریا ۷۴یمه کلیزه په روسیه کې ونمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د متحدانو د بریا ۷۴یمه کلیزه پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه پوځي پرېډ او په لویو ښارونو کې د محفلونو په ترڅ کې ونمانځل شوه. ولسمشر ولادیمیر پوتین، صدراعظم دیمیتري میدویدوف او د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف پرون سهار په مسکو کې د پرېډ په مراسمو کې ګډون وکړ. وروسته سلګونه زره کسانو په مسکو کې د کلني لاریون په ترڅ کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد د ۲۷ میلیونو ملکي وګړو د مړینې په یاد د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر... Читать дальше...

شمالي کوریا پرون دوه توغندي وازمایل

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا پرون دوه توغندي چې ښکاري له لنډ واټن ویشتونکو میزائیلو به وي، پرون وازمایل. دا له یوې اوونۍ په لږه موده کې د پیونګ یانګ دوهمه ډا ډول ازموینه ده. دا ازموینه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او شمالي کوریا په اړیکو کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی. د دې ازموینې د خبر له خپرېدو وروسته د متحدایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د پیونګ یانګ له دې اقداماتو هېڅ څوک نه دي خوښ. جنوبي کوریا ویلي چې د دې ازموینې علت ښايي د شمالي کوریا نارضایتي وي، ځکه پر دې هېواد د امریکا د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *