Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ويکي‌ليکس وېب‌سايټ مؤسس جوليان اسانژ په بند محکوم شو

0
د بريتانيا يوې محکمې د ويکي‌ليکس وېب‌سايټ مؤسس جوليان اسانژ د محکمې د ضمانت له شرايطو د سرغړونې په تور په ٥٠ اوونيو بند محکوم کړ.


د اسټراليا دغه ٤٧ کلن وګړى تېره مياشت په لندن کې د ايکوادور په سفارت کې تر نيول کېدو وروسته د ضمانت له شرايطو په سرغړونې تورن شو.


اسانژ په بريتانيا کې په ٢٠١٢میلادي کال کې د دې لپاره په ضمانت خوشې شو چې په دې موده کې پر هغه په سويډن کې د لګېدلو تورونو څېړنه وشي.


دى په سويډن کې په جنسي تېري تورن و، خو اسانژ دا تورونه رد کړي دي. دغه قضيه تېر کال بېرته واخيستل شوه.


دى د دې لپاره چې سويډن ته ونه سپارل شي، د ضمانت د شرايطو برخلاف يې په لندن کې د ايکوادور سفارت ته پناه يووړه.


خو دى اوس د امريکا د فډرال حکومت د توطئې له تورونو سره مخامخ دى چې په انټرنټ کې يې د حکومت تر ټولو زيات اسناد افشا کړي دي.


بريتانيا به اوس دا پرېکړه کوي چې ايا اسانژ د هغو تورونو له کبله چې نوموړي د امريکا د استخباراتو له يوې پخوانې شنونکې سره توطئه کړې ده، امريکا ته وسپاري که څنګه؟


ويل شوي، اسانژ د چلسي مننګ په مرسته په ٢٠١٠میلادي کال کې پټ يا محرم معلومات ډوانلوډ کړي وو.


که پر ده دغه تورونه ثابت شي، ښايي په پنځه کلن بند محکوم شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *