Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

فېسبوک د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه بندوي

0
فېسبوک اعلان کړى چې د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه يې بند کړي دي.


پر فېسبوک فشار دى چې په دې ټولنيزه رسنۍ کې د کرکې او تعصب په وړاندې جدي اقدامات وکړي.


فېسبوک پرون وويل، د دغو سياستوالو حسابونه پر «خطرناکو اشخاصو» د دوى له بنديزه د سرغړونې له کبله تړل شوي دي.


په هغو کسانو کې چې حسابونه يې تړل شوي يو هم الکس جونس «Alex Jones» او د هغه وېب‌سايټ دى چې زيات وخت د توطئې تيوري‌ګانې خپروي.


فېسبوک ويلي چې د پاول نيهلين «Paul Nehlen» په نوم کس هم شامل دى چې د سپين پوستو د برترۍ لپاره مبارزه کوي او په ٢٠١٨میلادي کال کې د کانګرس لپاره کانديد و.


بل تن د اسلام د ملت په نوم د مذهبي ډلې مشر لويس فراخان دى چې د تورپوستو د بېلتون غوښتنې لپاره يې تبليغ کړى او يهودانو ته يې د «مېږيانو» خطاب کړى دى.


فېسبوک ويلي په‌دغه ټولنيزه شبکه کې به په منع شويو اشخاصو پورې تړلي هر ډول حسابونه، پېجونه يا پاڼې، ګروپونه او مناسبتونه به تړل کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *