Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

ادوغان: ترکیه په افغانستان کې د سولې د هڅو هرکلی کوي

0
د ترکیې ولسمشر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د هڅو هرکلی کوي او په دې هېواد کې د یوې دایمي، عادلانه او داسې سولې چې د عملي کېدو وړ وي، ملاتړ کوي.


رجب طیب اردوغان دا خبرې په استانبول کې له افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د جمعې په ورځ په لیدنه کې کړې دي.


اجرائیه ریاست وايي، ښاغلی عبدالله د ولسمشر اردوغان په رسمي بلنه ترکیې ته سفر کړی دی.


د افغانستان د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خولې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې د نویو غړو د کار د پیل هرکلی کوي او د ولسواکۍ په ټينګښت کې یې یو ګام بولي.


د اجرائیه ریاست په وینا، ښاغلي اردوغان په دې لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه ویلي چې ترکیه د ازادو او باوري انتخاباتو ملاتړ کوي او د افغانستان او سیمې د سولې ثبات لپاره یې مهم بولي.


اعلامیه د افغان اجرائیه رئیس عبدالله له خولې وايي چې افغان حکومت د شفافو او باوري انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او د انتخاباتي کمېسونونو له لارې په دې برخه کې هڅې دوام لري.


ترکیه او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او دې هېواد په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان په روابطو کې د منځګړي رول ترسره کړي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *