Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: په کندهار، زابل او ارزګان کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي

0
چارواکي وايي، په کندهار، زابل او ارزګان کې پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د کندهار امنیه قوماندان سکرتر قسیم ازاد ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پر یوې اړوندې پوستې د طالب وسله والو برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.


ده وویل:


"موږ درې تنه شهیدان او څلور ټپیان لرو، د طالبانو ۱۴ تنه وژل شوي، ۷ یې ټپیان شوي چې د ځینو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي."


بل خوا په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د زابل په شینکۍ، ارغنداب، دايچوپان او د ارزګان په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بريدونو پر مهال د ۳۶ وسله والو د وژل کېدو او ۲۴ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې.


د دې قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د جمعې له ورځې راهېسې شوي شوي دي.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


په خپلواکه توګه هم د حکومتي لورې له خوا د دې ادعاوو سپیناوی نه دی شوی.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *