Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

د نوي زیلاند پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن شو

0
د نوي زیلاند پولیسو د هغه هېواد په کرایست‌چرچ سیمه کې پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن کړ.


په کرایست‌چرچ کې حملې، د مارچ میاشتې په ۱۵مه وشوې. 


حملې یوه سپین پوستي استرالیايي وګړي چې برنتن تارنت نومېږي کړې وې.


هغه په ۵۱ مواردو کې په قتل او په ۳۹ مواردو کې د قتل په هڅه تورن دی. 


د نوي زیلاند پولیسو نن د مې په ۲۱مه، په یوه بیان کې وویل چې پر هغه د عمري قید حکم کېدلای شي. 


برنتن تارنت ۲۸ کلن دی او په ترورېستي عمل کې په دخالت تورن شوی دی.


هغه به د جون په میاشت کې محکمې ته ودرول شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *