Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: پکتیا کې کانونه شته خو لا تر اوسه سروې شوي نه‌دي

0
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که د دغه وزارت د کانونو او پترولیم وزارت له‌خوا سروې شي، ډېری پانګه‌وال په‌دې برخه کې پانګونې ته لېوال دي.


د دغې خونې رئیس نصیر احمد عالمیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغه ولایت کې ډېری د کرومیاتو، کرستال ټبرو، مسو او د ډبرو د سکرو کانونه شته خو لا تر اوسه سروې شوي نه‌دي:


"له بده‌مرغه تر اوسه د کانونو او پترولیم وزارت د پکتیا ولایت د کانونو د دقیقو ارقامو په اړه کومه سروې نه‌ده کړې، دا په‌داسې حال کې ده چې ایرانیان او هندیان په‌دې برخه کې پانګونې ته لېوال دي."


ښاغلی عالمیار وايي چې د کانونو او پترولیم وزارت چارواکو ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د سروې ټیمونه دا کار پیل کړي.


د نوموړي په خبره، په‌دغه ولایت کې به د کانونو په برخه کې پانګونه په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په ټوله کې به د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *