Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2019

د جرمني ولسمشر خپل ازبک سیال سره پر دوه اړخېزو اړیکو غږېدلی

0
د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن د مې په ۲۸مه، په تاشکند کې پر دوه اړخېزو اړیکو غږېدلي دي.


میرضیایف له شټاین مایر سره تر کتنې وروسته وویل چې ازبکستان ته د جرمني د ولسمشر سفر به د دواړو هېوادونو دوه اړخېز روابط لا ښه کړي.


میرضیایف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.


داسې ګڼل کېږي چې د میر ضیایف حکومت به هغه انزوا چې د منځنۍ اسیا دا جمهوریت د مخکني ولسمشر اسلام کریموف په واکمنۍ کې ورسره مخامخ و، کمه کړي. 


ازبکستان ته د جرمني د جمهور رئیس سفر هم اصلاحاتو ته د ازبکستان د هڅولو یو ګام بلل شوی دی.


د بشري حقونو مدافع سازمان، هیومن رایټس واچ د جرمني پر جمهور رئیس غږ کړی چې پر میرضیایف ټینګار وکړي چې په ازبکستان کې مثبت بدلون پر یوه ډېره اوږده لاره څو ګامونه دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *