په سوریه کې هوايي بریدونو ۱۴ ملکیان وژلي
د سوریې په ادلب کې د بشار اسد د رژیم او روسیې په هوايي بریدونو کې ۱۴ ملکیان وژل شوي دي. ادلب د سوريې د حکومت د مخالفې ډلې وروستی مرکز دی. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ویلي چې د سوریې د حکومت پوځیانو پرون د روسیې په ملاتړ په ادلب باندې د نورو ورځو په څېر پرون هم هوايي بریدونه وکړل. د دې ډلې په خبره پرون د ۱۴ وژل شویو له ډلې اته تنه د یوې کورنۍ غړي و چې د سوریې د حکومت د بېلري بمونو په برید کې وژل شوي. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. د راپورونو په اساس د دغو بریدونو په زیاتېدو سره زرګونه کسان له ادلبه تښتېدلي دي.