امنیتي چارواکي: بلخ کې ۴ طالبان وژل شوي
شاهین قول اردو د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې د ۴ طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې دا برید پرون ماسپښین شوی. هغه ویلي: "د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد سیمه کې د ترهګرو طالبانو پر سنګرونو یوه هوايي حمله هغه مهال وشوه چې دوی غوښتل هلته تروریستي فعالیتونه ترسره کړي." وسله والو طالبانو تراوسه د دې ادعا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.