Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 16.05.2020

چارواکي: فراه کې د نشه یي موادو ۸ قاچاق کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولايت کې په تېرو دوو مياشتو کې د نشه يي موادو (۸) قاچاق کوونکي نيول شوي دي.  د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د ثور د مياشتې پر ۲۴ نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو دوو مياشتو کې (۸) قاچاق کوونکي ونيول. ښاغلي محب زياته کړه، په دې موده کې پولیسو شراب هم نيولي دي: " يوه مشکوک شخص څلورنيم ټنه بنګ په يوه موټر کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هلمند ته يې قاچاق کړي، خو له نېکه مرغه چې دا کس د فراه ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ونيو."

نیمروز کې د تاریاکو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په نيمروز ولايت کې د تارياکو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول. د کورنيو چارو وزرات وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو په زرنج ښار کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول چې غوښتل يې په يوه سفري بکس کې پنځه کېلو ګرامه تارياک زرنج ښار ته قاچاق کړي او بيا يې پر معتادينو باندې خرڅ کړي. نيول شوي قاچاق کوونکي له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

ننګرهار کې له ۱۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولايت کې پولیسو تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، په لومړي ګام کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال (۹۸) کيلوګرامه چرس ونيول. دا چرس په يوه موټر کې پټ کړل شوي او له خوګياڼيو ولسوالۍ څخه غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کېدل. په دوهم ګام کې پولیسو (۳۲) کيلوګرامه چرس ونيول. دا چرس له چپرهار ولسوالۍ څخه دربابا ولسوالۍ ته قاچاق کېدل. په دريم اقدام کې پولیسو يوولس کيلوګرامه چرس له خوګياڼو ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته د قاچاقو پر مهال ونيول. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *