Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 21.05.2020

ایراني خبریال نجات بهرامي روانه اوونۍ خپل یو کال حبس پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

ایراني خبریال نجات بهرامي روانه اوونۍ خپل یو کال حبس پیل کړ. د بې‌پولي خبریالانو ټولنې ویلي دي چې د چارواکو له لوري په ایران کې د بیان د ازادۍ د مخنیوي په لور بل ګام واخیستل شو. د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې په وینا بهرامي د دوشنبې په ورځ په تهران کې اوین زندان ته انتقال شو. بهرامي ازاد خبریال و چې په ایران کې یې یو شمېر رسنیو ته لیکنې کولې. د بې‌پولې خبریالانو ټولنه وایي چې بهرامي په تهران کې د انقلابي محکمې له لوري د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کې د نظام پر ضد د تبلیغاتو او د عامه نظم د ګډوډولو په... Читать дальше...

خلیل‌زاد: ټول لوري باید په افغانستان کې شخړې کمې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وایي، ټول لوري باید په افغانستان کې شخړې کمې کړي. خلیل‌زاد دا خبره تېره شپه په خپل ټویټر کې وکړه او ویې‌لیکل چې ده له طالبانو سره په کتنه کې هغوی ته وویل چې ټولې خواوې باید شخړې کمې کړي. ښاغلي خلیل‌زاد په کندز، غزني او خوست کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته اندېښنه څرګنده کړه او پرون‌یې له ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې د لیدو پر مهال پر دې خبرې وکړې چې څرنګه‌یې افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي ته راوستي دي. د فبروري په ۲۹مه په پلازمېنه... Читать дальше...

د ایران پر کورنیو چارو وزیر او یو شمېر نورور چارواکو د امریکا بندیز

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ایران د کورنیو چارو پر وزیر، یو شمېر پولیس افسرانو او پوځي قوماندانانو بندیزونه ولګول. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو پرون په واشنګتن کې خبري غونډې ته د دې بندیزونو په اړه وویل: "د امریکا متحده ایالاتو نن پر ۱۲ کسانو او ایراني بنسټونو د بشري حقونو په حساب بندیزونه لګوي. په دغو کسانو کې یو د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي دی." امریکا پر دغو کسانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر بندیزونه لګولي چې په دې سرغړونو کې د سوله‌ییزو لاریون کوونکو وژل هم شامل دي. Читать дальше...

د اختر لمونځ په اړه د افغانستان حج او اوقافو وزارت غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي غوره دا ده چې د اختر لمونځ په پرانیستې فضا کې ادا کړي. د دې وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري پرون ازادي راډیو ته وویل: "له نېکه مرغه زموږ اسلامي فقهې د اختر د لمانځه په اړه دا فیصله کړې ده چې په پرانیستې فضا کې ادا شي، جوماتونه خلاصه فضا نه‌لري، نو د قرنطین لپاره غوره ده چې له هغو سړکونو او واټونو چې د جوماتونو شااوخوا دې د لمانځه لپاره استفاده وشي." ښاغلي مظفري زیاته کړه چې خلک دې د اختر د لمانځه پر مهال د روغتیایي چارو له لارښوونو سره سم فاصلې مراعات... Читать дальше...

د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي او امنیتي همکاریو د زیاتوالي موافقه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ترکمنستان د ملي امنیت سلاکارانو د سرحدي او امنیتي همکاریو د زیاتوالي په برخه کې موافقه وکړه. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د وېډیو کنفرانس له لارې له خپل ترکمنستاني سیال چاریمیرات امانوف سره خبرې وکړې. د ملي امنیت شورا د دې غونډې په اړه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي دي چې د ټاپي پروژې، د ترکمنستان د وارداتي برښنا او د رېل کرښې د امنیت د خوندي کولو پر لارو چارو هم خبرې وشوې او موافقه وشوه چې د دغو پروژو د امنیت ساتنې په برخه کې به هم دواړه هېوادونه په خپلو کې همکاري زیاتوي. Читать дальше...

له افغان حکومت او طالبانو د امریکا بهرنیو چارو وزیر غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

مایک پومپیو پرون په واشنګتن کې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي جوړجاړي هرکلی وکړ او هیله‌یې ښکاره کړه چې له دې سره به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه ښه مساعده شي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *