د خامنهیي استازی خوزستان ته د ټپيانو پوښتنې ته ورغلی
د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي استازی سید عبدالنبي موسوي فرد په خوزستان ولایت کې د ټپيانو پوښتنه وکړه. خلکو په خوزستان ولایت کې د څښلو د اوبو په خاطر تېره اوونۍ اعتراض کړی وو چې ځيني يې امنیتي ځواکونو ټپيان کړل. د ایران نیمه دولتي فارس خبري اژانس د مې په ۲۵مه نېټه یوه وېډيو خپره کړې ده چې پهکې موسوي فرد د یوه ځوان په کور کې لیدل کېږي چې د پلاستیکي مرمۍ له کبله سخت ټپي شوی و. په وېډيو کې موسوي فرد وايي، د معذرت غوښتلو په پار د دې کس کور ته ورغلی دی. د دې ټپي کس عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي. Читать дальше...