Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2020

Новости за 06.07.2020

ایران د فارس خلیج ساحلي کرښې اوږدو کې د پټو توغندیو ځایونه جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران ویلي، د فارس خلیج د ساحلي کرښې په اوږدو کې یې د پټو توغندیو ځایونه جوړ کړي دي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو مشر ویلي، ایران دغه تأسیسات تر ځمکې لاندې جوړ کړي او ویلي یې دي چې دا به د ایران دښمنانو ته ناوړه عواقب ولري. امیرالبحر علي رضا تنګ سیري صبح صادق اوونیزې ته ویلي، ایران د فارس او عمان خلیجونو په څنډو کې دغه ځایونه جوړ کړي چې دښمنانو ته به‌یې وېره پيدا کړي. د سپاه پاسداران د دغه لوړپوړي چارواکي دا خبرې تر بېګا ناوخته پورې کومې... Читать дальше...

د اسرائیل پوځ: فلسطینیانو له غزې تراړې دوه توغندي راتوغولي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ وایي، فلسطینیانو پرون له غزې تراړې د دوی پر خاوره دوه توغندي توغولي دي. د دغو توغندیو د لګېدو اصلي ځایونه نه‌دي په ډاګه شوي. د اسرائیل پوځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "دوه توغندي له غزې تراړې د اسرائیلو پر خاورې لګېدلي دي". ګمان کېږي چې د حماس سخت دریځې ډلې به چې پر غزې کنټرول لري، دغه کار کړی وي، خو دغې ډلې تر پرون ناوخته په دې اړه څه نه‌و ویلي. پرون د اسرائیل په جنوب کې د خطر زنګ اورېدل شوی، خو د دغه هېواد رسنیو ویلي، د اوسپنیزې ګنبدې دفاعي سیستم فعال نه‌شو او دا په دې معنی... Читать дальше...

د ایران نظنز اټمي تأسیساتو کې اورلګېدنې د پام وړ ویجاړي اړولې

Pa.azadiradio.com 

د ایران په نظنز اټمي تأسیساتو کې اورلګېدنې د پام وړ ویجاړۍ رامنځته کړي. د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د اټمي ادارې د ویاند په حواله پرون وویل، هغه اورلګېدنه چې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوه، ورانی یې زیات و. د ایران د اټمي ادارې ویاند بهروز کمالوندي ویلي، دغه اورلګېدنه کولای شي د سنترفیوژونو پراختیا او تولید ټکنی کړي. کمالوندي ویلي، ایران کولای شي یوه پرمختللې ودانۍ د اوسنۍ نړېدلې هغې پر ځای جوړه کړي.

د ملي شورا غړو ته له بایومټریک وروسته د موټرو نمبر پلېټونه وېشل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، د ملي شورا غړو ته به له دې وروسته د موټرو نمبر پلېټونه د بایومټریک بهیر له بشپړېدو وروسته وېشل کېږي. په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې هدف پرون د کورنیو چارو وزارت او ملي شورا ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه. ده لیکلي، له دې وروسته به د (م-ج) او (و-ج) پلېټونه یوازې د ملي شورا غړي کاروي او د ناوړه ګټې اخیستنې مخه به‌یې نیول کېږي. د دغه کار لارښوونه افغان ولسمشر محمد اشرف غني کړې ده. له دې وړاندې د دغو پلېټونو په ورکړه... Читать дальше...

افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کړی چې زیاتېدونکی تاوتریخوالی کم او سولې ته د رسېدو په لارو چارو تمرکز وکړي. د دغه سازمان عمومي منشي یوسف ال عثیمین پرون په یوه خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي کړنې د خواشینۍ وړ بللي او غوښتنه‌یې کړې چې ټول لوري باید زیاته هڅه دې ته وکړي چې تل‌پاتې سولې ته ورسېږي. نوموړي ویلي، د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو ټینګار یې کړی چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید هڅې څو برابره شي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دغې اعلامیې هرکلی او د اسلامي همکاریو له دوامداره ملاتړه‌یې مننه کړې.

پغمان کې یو ماین خښوونکی او ۳ ملګري یې ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چارواکي وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې یې یو ماین خښوونکی او د هغه درې ملګري نیولي دي. دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د (برجک سه راهي) په سیمه کې په ماین خښولو لګیا وو چې د ۱۱۱ فرقې ځواکونو لاس په لاس ګیر کړل. خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې نیول شوي کسان څوک او له کومې وسله‌والې ډلې سره تړاو لري. وروستیو څو اوونیو کې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې د خښ شویو او مقناطیسي ماینونو چاودنې وشوې. تېره اوونۍ یوې چاودنې د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې د بشري حقونو کمېسیون دوه... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *