Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 03.11.2020

ویانا کې د یوه مشکوک ترورېست حملې دوه تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د اتریش په مرکز ویانا کې د یوه مشکوک ترورېست په حمله کې دوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.  د استرالیا صدراعظم سباستیان کروڅ دا برید چې تېره شپه په وینا کې وشو، ترورېستي وباله او ویې‌غانده.  پولیسو د مشکوک حمله کوونکي د نیولو لپاره لټون پیل کړی.  راپورونه وايي چې مشکوک ترورېست د ویانا ښار په شپږو بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي.  سیمه‌ییزې رسنۍ وايي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۱۵ نور ژوبل دي.     پولیس وايي، یو مشکوک حمله کوونکی یې ویشتی دی.  د اتریش... Читать дальше...

د اسلامي همکاریو سازمان پر کابل پوهنتون حمله ترورېستي عمل وباله

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان پر کابل پوهنتون حمله وغندله او هغه‌یې ترورېستي عمل وباله.  د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د افغانستان له دولت سره د محصلانو د وژل کېدو په مناسبت په ویر کې ځان شریک بللی او ویلي یې دي چې دوی هر ډول تاوتریخوالی، ترورېزم او افراطیت ردوي.

په کابل پوهنتون د برید خونړۍ شپه

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون په ټولګیو کې لا هم د وژل شویو محصلینو نښې پاتې دي. تېره شپه د قربانیانو کورنیو غړي او مدني فعالانو کابل پوهنتون کې د طالبانو ضد شعارونه ورکول.

کندز کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک له انتحاري برید وروسته نښته روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت په امام صاحب کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک له انتحاري برید وروسته نښته روانه ده. راپورونه وايي چې لومړی د یوې چاودنې غږ واورېدل شو او ورپسې ډزې پیل شوې.  د کندز د ولایتي شورا رئيس محمد یوسف ایوبي ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار ۷ بجې نامعلوم شمېر انتحاري حمله کوونکو د امام صاحب پر سرحدي کنډک برید وکړ چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده.

ایران کې د عربو د جلا غوښتونکي غورځنګ پخوانی مشر ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د عربو د جلا غوښتونکي غورځنګ چې د اهواز د ازادولو لپاره مبارزه کوي، پخوانی مشر نیول شوی او ایران ته انتقال شوی دی. ایراني رسنیو د دولتي ټلوېزیون د خبر په استناد ویلي چې حبیب اسود «Habib Asyud» چې په حبیب چعاب مشهور دی، د تېرې یکشنبې په ورځ په ترکیه کې نیول شوی او تهران ته سپارل شوی دی. دې ډلې هم د خپل پخواني مشر نیول کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي چې تهران هغه وروسته له هغې یرغمل کړ چې نوموړی یې وغولاوه چې ترکیې ته ولاړ شي. د ایران د عربو دغه جلا غوښتونکی غورځنګ چې یو وسله‌وال غورځنګ... Читать дальше...

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ له اوربند سره سره بیا جګړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د نګورنو قره‌باغ جلاغوښتونکې سیمې پوځي چارواکي وایي چې د امریکا په منځګړیتوب له ټینګ شوي اوربند سره سره د اذربایجان له ځواکونو سره په نښتو کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي. د وژل شویو په هغه فهرست کې چې د پوځ د رسنیو څانګې پرون (دوشنبه) خپور کړی، د نګورنو قره‌باغ د دفاعي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال ډګروال ارټور سرکیسیان هم شامل دی. په دې سره د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې چې پر دې لانجمنې سیمې د اذربایجان او په سیمه کې د ارمني ټبرو چې د ارمنستان له ملاتړه برخه‌من دي، جګړه پیل شوې، د نګورنو قره‌باغ د ادارې د وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد. Читать дальше...

بدخشان کې د پولیسو ترمنځ لفظي شخړه کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د پولیسو ترمنځ یو خپل منځي لفظي شخړه د یو سرتېري په وژل کېدو او څو نورو په ټپي کېدو تمامه شوې ده. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته په یوه استولي صوتي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه پرون ماښام د دې ولایت په لومړۍ امنیتي حوزه کې رامنځته شوه.  ښاغلی روحاني زیاتوي: "یو سرتېری له خپل همکار سره له دعوا وروسته هغه په ډزو وژني او د حوزې امر او د بلوک قوماندان ټپیان کوي او خپله هم د پېښې له ځایه تښتي." د روحاني په وینا د تورن کس د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د کندهار د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه د اسدالله خالد ډاډ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد کندهار ته په سفر کې ویلي چې ټول به ژر په دې ولایت کې د امنیتي وضیعت د ښه کېدو شاهد واوسي. په دې سفر کې له اسدالله خالد سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ملګری و. دوی د دوشنبې په ورځ د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولایت ته ورغلي وو. په کندهار کې د ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ له څو ورځې راهیسې د طالبانو د پراخو بریدونو شاهدې دي. د کندهار د والي له دفتره یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې ولایت... Читать дальше...

جرمني کې د کرونا مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته نوي محدودیتونه

Pa.azadiradio.com 

جرمني په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته نوي محدودیتونه لګولي دي. د دوشنبې په ورځ جرمني دا نوي اقدامات په داسې حال کې اعلان کړل چې په ټوله اروپا کې د کرونا ویروس په پېښو کې د ۱۰ میلیونه زیاتوالي په راتلو نورو اروپايي هېوادونو هم محدویتونه زیات کړي دي. دا مهال په اروپايي هېوادونو کې په ورځنۍ توګه تر ۲۴۰ زرو پورې د کرونا پېښې ثبتېږي چې ډېر لوړ ریکارډ دی. فرانسې هم عمومي قرنطین پیل کړی او د دې هېواد د ۶۵ میلیونه وګړو یوه لویه برخه‌یې پر کورونو کېنولې ده. ټاکل شوې بریتانیا... Читать дальше...

نن د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ د ټاکونکې سیالۍ ورځ. دواړه پر یو بل له میاشتو میاشتو نیوکو وروسته نن د مبارزې اصلي ډګر ته ځي. د کرونا د وبا سربېره به میلونونه امریکایان رایې ورکړي چې په پایله کې به‌یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا مشرتابه وټاکي. رسنۍ وايي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن او مرستیاله‌یې کامالا هارس به نن له خپلو ژوند شریکو سره په پنسلوانیا کې رایې ورکړي. ولسمشر ټرمپ تېره شنبې په فلوریډا کې رایه ورکړې وه. د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دې هېواد ایالتونه... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون د حملې له طراحانو د غچ اخیستو خبرداری؛ نن ملي ماتم اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت پر کابل پوهنتون د پرونۍ حملې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره نن ملي ماتم اعلان کړ.  د افغانستان پر یوه لوی تحصیلي مرکز برید، په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي. جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سې شنبه د ملي ماتم په توګه اعلان کړې او سپارښتنه‌یې وکړه چې په هېواد کې دننه او بهر دې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي. جمهور رئیس والیانو او د بېلابېلو ولایتونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې نن پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې د حملې د قربانیانو په یاد د ویر مراسم جوړ کړي. ... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *