چارواکي: پر کابل ښار راکټي بريدونو کې يو کس وژل شوى
پر کابل ښار د نن ورځې په راکټي حملو کې لږ تر لږه د یوه کس د وژل کېدو خبر تایید شو. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل: "له لب جر سیمې لس توغندي له یوه سراچه ډوله موټر پر کابل ښار وتوغول شول، ۳ راکټونه د هوايي ډګر پر شا و خوا، ۵ راکټونه د هواپېژندنې ادارې په ساحه او یو توغندی په نهمه حوزه او بل توغندی د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه رواش د استوګنې پر سیمه لګېدلی دی." تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی. شا و خوا درې اوونۍ مخکې هم له دوو موټرو پر کابل ښار... Читать дальше...