Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 05.01.2022

طالبان: په کابل کې د اختطاف کوونکو ۷ کسیزه ډله نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د اختطاف کوونکو د یوې اووه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ. دې وزارت پرون ماښام په ټويټر کې یو راپور خپور کړې چې په کې ویل شوې دي دا کسان په پنځلسمه حوزه کې نیول شوي دي. د پنځلسمې حوزې د کشف امر قاري عبیدالله وایي: "هغه کور چې اختطاف کوونکو په کې خپل زندان جوړ کړی و هغه مو وموند، هلته ورغلو، هلته مو ځنځیرونه هم پیدا کړل او درې کسه مو ونیول چې د پنجشیر اوسیدونکي دي او کوم کس چې دوی تښتولی و هغوی مو هم هلته پیدا کړل." طالبان وایي چې د دې اختطاف کوونکو څلور تنه نور یې بیا په پغمان کې ونیول. Читать дальше...

'FAO': افغانستان په تېرو ۵ کلونو کې له ۳مې وچکالۍ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې 'FAO'په وینا، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له درېیمې وچکالۍ سره مخامخ دی. دې ادارې په خپل ټویټر کې د افغانستان وچکالۍ ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي، که چېرته په خپل وخت د افغانستان د کرنې له سکتور سره مرستې ونه شي د افغانستان د اقتصاد یو اساسي بنسټ به ونړیږي. تردې مخکې هم بېلابېلو مرستندویه موسسو په افغانستان کې د وچکالۍ خبرداری ورکړی و. د اګسټ له نیمایي را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی. Читать дальше...

د درنې واورې له کبله د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ بنده شوه

Pa.azadiradio.com 

له طبیعي پېښو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې وزارت وایي، د درنې واورې له کبله د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ بنده شوې ده. د دې وزارت یوه چارواکي محمد امین وزیري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "تر سبا به د دې لپاره چې توپان دی او ډېر ځای نه ترسترګو کېږي ټول باربري یا ټریلري موټر دریدلي وي، خو د مسافرو د موټرو پرمخ لاره پرانېستې ده." تردې مخکې پرون مازدېګر مهال د سالنګونو د حفظ او مراقبت رییس عبدالله عبید ازادي راډیو ته ویلي و چې په جنوبي سالنګ کې سخته واوره اوري او توپان دی. د ښاغلي عبید... Читать дальше...

د قزاقستان پولیسو د ازادې اروپا/ازادي راډیو یو خبریال نیولی

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پولیسو د ازادې اروپا/ازادي راډیو دوهم خبریال چې هلته یې د اعتراضونه راپور چمتو کاوه، نیولی دی. پولیسو د ازادي راډیو د قزاقي څانګې ایډیټر دارخان اومیربیکوف پرون په پلازمېنه نورسلطان کې ونیو. څو ساعته مخکې تر دې پولیسو په قزاقستان کې د ازادي راډیو د سیمه ییز دفتر مشر قسیم مانژول د لنډې مودې په مخه توقیف کړی و. مانژول د هغو اعتراضونو فلم اخېست چې د انرژي د بیو د لوړېدو پرضد جوړ شوی و. د قزاقستان په لویدیځ کې څلور ورځې مخکې وروسته تردې اعتراضونه پیل شول چې د طبیعي ګازو بیې زیاتې شوې او بیا دا مظاهرې نورې ښارونو ته خپرې شوې.

امریکا کې د کرونا پېښې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر یو میلیون مثبتو پېښو واوښتې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کرونا وبا شمېرې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر یو میلیون مثبتو پېښو واوښتې. دا بې سارې شمېرې څو ورځې وروسته تردې اعلان شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان د نوي میلادي کال په درشل کې ټولې نړۍ ته د کرونا په خاطر خبرداری ورکړی و او ویلي یې و که خلک ژر تر ژره د واکسین غم ونه خوري یوه سونامي به رامنځته شي. چارواکي خبرداری ورکوي چې په متحدایالاتونو کې د کرونا د اومېکرون بڼې د اوج وخت لا نه دی راغلی، راروان دی. د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د دوشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو... Читать дальше...

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سر له نننه د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی. د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د وزارت یوه چارواکي محمد امین وزیري ازادي راډیو ته وویل: "په ولایتونو کې مو ادارو ته هدایت ورکړل شو، یعنې بېړنی حالت موږ اعلان کړ. د بېړنیو چارو د وزارت له لوري مو د تیارسی حالت اعلان کړ. موږ هر ولایت ته مخکې مواد لېږدولي و چې د هغوی وېش پیل شي او کومې لارې چې بندیږي له خصوصي شرکتونو او فواید عامه وزارت سره په تماس کې یوو چې ستونزې که خدای مه کړه پېښې شي چې ژر یې... Читать дальше...

جنوبي کوریا د ایران د کنګل شوېو شتمنیو په خاطر خبرې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې روانه اوونۍ به په دغه هېواد کې د ایران د کنګل شوېو شتمنیو په خاطر خبرې پیل کړي. ویل کېږي چې د دې خبرو لپاره به د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال چوی جونګ ویانا ته ولاړ شي، څو هلته د ایران او د نړۍ د پياوړیو قدرتونو له استازیو سره چې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو په خبرو بوخت دي، مذاکرات وکړي. د ایران او د امریکا د متحد ایالاتونو ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د دوشنبې په ورځ د غیرمستقیم خبرو بل پړاو پیل شو. Читать дальше...

د چک جمهوریت د پوځ یو پخوانی غړی په ۲۱ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت د پوځ یو پخوانی غړی په اوکراین کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په ملاتړ په جګړې کې د ګډون لپاره په یو ویشت کاله بند محکوم شو. چکي رسنۍ خبر ورکوي چې نهه څلویښت کلن مارتین سوکوپ پرون په پراګ کې محکمې له ترورېزم سره په ارتباط مجرم وپېژانده. د سوکوپ مدافع وکیل د خپل مؤکل پر بې ګناهۍ ټینګار کړی او وایي چې پر دې پریکړې به په بله محکمه کې اعتراض وکړي. ویل کېږي چې سوکوپ په  دوه زره څوارلسم کال کې چې کله روسې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، اوکراین ته تللی و. څارنوالان... Читать дальше...

باسټن ګلوب: سوړ باد، تود لمر او د افغانستان وږي خلک

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ګڼو ورځپاڼو او مجلو د طالبانو په امر په دوکانونو کې د مانکنونو سر پرې کولو ته پام کړی دی. مانکن هغه پلاستیکي نانځکې یا ګوډۍ دي چې په دوکانونو کې د جامو نندارې ته د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي. انډیپنډنټ   بریتانیايي ورځپاڼې انډیپنډنټ لیکي چې د طالبانو د حکومت امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت دا امر په هرات ولایت کې نافذ شوی دی.   د ورځپاڼې په وینا، کارپوهان په دې باور دي چې دې نوي محدودیت د سوداګرو او پلورونکو ستونزې لاپسې زیاتې کړي چې د طالبانو په اوسني رژیم کې له ننګونو سره مخامخ دي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *