د ایران د قضایي چارو کارکوونکو په تهران کې د پارلمان مخ ته لاریون کړی
د ایران د عدلي او قضایي چارو سلګونو کارکونکو پرون په پر له پسې دوهمه ورځ په تهران کې د پارلمان مخې ته لاریون وکړ. دغه معترضان چارواکي تورنوي چې د مخکېنیو ژمنو سره سره یې د دوی تنخواوې نه دې لوړې کړي. دغه اعتراض چې په ایران کې نادره بلل کېږي، اکثرا ګډونوال د ایران د پارلمان پر رئیس محمد باقر قالیباف په قهر ول او د دروغجن په نوم یې د هغه پرضد شعارونه ورکول. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې یوه سخته محافظه کاره څېره بلل کیږي، مخکې له دې چې په اګست میاشت کې واک ته ورسېږي، د قضایي ادارې د رئیس په... Читать дальше...