بایډن پوتین ته: د اوکراین سرحد ته د روسيې هر راز پوځي حرکت به 'یرغل' وګڼل شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون پنجشنبه (د مرغومي ۳۰مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ده ولسمشر ولادیمیرپوتین ته په ډاګه کړې چې د اوکراین د سرحد پر لور د روسیې هر راز پوځي خوځښت به پر دې هېواد 'یرغل' وګڼي. ښاغلي بایډن زیاته کړه چې ولسمشر پوتین ته د ده خبرې واضحې وې: "ما له ولسمشر پوتین سره سپینې خبرې وکړې. هغه په دې پوهېږي چې که د روسیې هر ډول تجهیز شوې قطعې د اوکراین د پولې خوا ته وخوځېږي یرغل به وګڼل شي او سختو او منظمو اقتصادي اقداماتو به ځواب ورکړل شي. په دې اړه مو له خپلو متحدانو سره... Читать дальше...