Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 25.01.2022

یونېسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، یونېسف یوه چارواکي د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړباله. د دې ادارې د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې د یونېسف پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیویې پیغام کې له ټولو لورو وغوښتل چې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي.  دی وايي: "یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. Читать дальше...

براون افغانستان سره د مرستو لپاره د یو کمپاین په پیلېدو کې مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پخواني صدراعظم ګورډن براون له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یو کمپاین په پیلېدو کې مرسته کړې چې پر اساس یې د بریتانیا حکومت هڅوي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د بسپنې راټولولو یو بېړنۍ نړیوال کنفرانس را وبولي.  د مارنینګ سټار ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي براون خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به پنځه میلیونه ماشومان او څلور میلیونه لویان په افغانستان کې د خطرناکې سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شي او د دې هېواد ۲۳ میلیونه وګړي هم له قحطۍ سره. په دغه کمپاین... Читать дальше...

د کابل هوايي ډګر په اړه ترکیه او قطر طالبانو سره مقدماتي هوکړې ته رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه او قطر د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه یوې مقدماتي هوکړې ته رسیدلي دي.   د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دا خبره ډپلوماټیکو سرچینو چې له طالبانو سره په خبرو کې ښکېل دي، کړې ده.  د دغو سرچینو په حواله ویل شوي چې انقره او دوحه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیتي چوکاټ په اړه موافقې ته رسیدلي، خو د مالي تمویل په ګډون پر یو لړ نورو مسالو خبرې لا روانې دي.   یوې ډپلوماټیکې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط په انقره کې رسنیو ته ویلي چې له طالبانو تمه... Читать дальше...

طالبان: نن مازدېګر د کابل – جلال اباد لویه لار تړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نن مازدېګر د کابل – جلال اباد د لویې لارې د بندېدو خبر ورکوي.  دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) به دغه لاره په سروبي سیمه کې د غرونو په بیړنو څوکو کې د کار کولو له امله د مازدېګر له څلورو بجو د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.  د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دې تر بلې خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.

ایران: امریکا سره په دې شرط خبرو ته تیار یم چې ښه موافقه ترلاسه شي

Pa.azadiradio.com 

ایران وایي، د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي موافقې د را ژوندي کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مخامخ خبرو ته په دې شرط تیار دی چې یوه ښه موافقه ترلاسه شي.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پرون دوشنبې (د سلواغې ۴مه) په تهران کې په یوه خبري غونډه کې هغه راپورونه چې وایي، حکومت یې د اروپا په منځګړیتوب له امریکا سره خبرو ته اماده شوی، رد کړل.  عبداللهیان زیاته کړه: "که د خبرو په جریان کې دې مرحلې ته ورسېږو چې یوې ښې او له لوړو تضمینونو سره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره اړتیاوې چې په... Читать дальше...

ناټو ختیځه اروپا کې خپل ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راوستي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو غړیو هېوادونو هغو اندېښنو ته په پام چې د اوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو د ځای پرځای کیدا پر سر زیاتې شوي، په ختیځه اروپا کې خپل ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راوستي. مسکو دا یو پارونکی اقدام بللی دی.  ناټو ویلي چې ډنمارک، هسپانیا، فرانسه او هالنډ په پام کې لري یا هم دا مساله څیړي چې ځواکونه، الوتکې او کښتۍ ختیځې اروپا ته ولېږي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبې(د سلواغې ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دا تړون د خپلو متحدینو د ساتنې او دفاع لپاره هر ډول اقدام ترسره کوي. د راپورونو... Читать дальше...

ګارډین: افغانستان کې یوه کډواله مېرمن اړه شوې دوې لوڼې او خپل پښتورګي وپلوري

Pa.azadiradio.com 

ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین په افغانستان کې د بې ځایه شوېو د ژوند وضعیت ته پام کړی دی. د ورځپاڼې په دې مقاله کې د یوې ښځې کیسه لیکل شوې چې وايي څو میاشتې وړاندې د سختې بې وزلۍ له امله اړه شوه چې خپلې دوې لوڼې وپلوري. هغې ویلي چې هره يوه يې په ۱۰۰ زره افغانيو پر هغو کورنيو پلورلې چې هېڅ يې نه پېژني. هغې ګارډین ته ویلي چې اوس اړه شوې چې خپل پښتورګي وپلوري. په مقاله کې راغلي چې دا ښځه له شااوخوا درې نیم ملیونه افغانانو یوه ده چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. ملګرو ملتونو تر دې... Читать дальше...

پاکستان د 'TTP'ډلې سره د خبرو په پار په پټه یو پلاوی افغانستان ته استولی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د پاکستان د حکومت له خوا په پټه استول شوي پلاوي په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له مشر نور ولي مسعود او د دې ډلې د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره څو ورځې خبرې ترسره کړي، څو د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې بېرته را ژوندۍ کړي. دا خبره یو شمېر سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته کړې ده. پاکستاني طالبانو له هغه موقت اوربند وروسته چې د تېرکال په ډسمبر کې پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.  دغو سرچینو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته... Читать дальше...

د ناروې د غونډې ښځینه ګډونوالې: طالبان دې عمل کې د بشري حقونو درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د لویدیځو هېوادونو له استازیو سره د طالبانو د پلاوي رسمي غونډې چې پرون دوشنبې (د سلواغې ۴مه) پیل شوې، نن هم دوام کوي. د تړلو دروازو تر شا د دې غونډو د خبري پوښښ لپاره رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې. درې مختلف لوري له مشخصو غوښتنو سره په دې درې ورځنۍ غونډو کې ګډون کوي. دې ته په پام چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي، د لوږې له خطر سره مخامخ دي، په دې هېواد کې د بشري بحران حل د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده. بل لوری ښځې دي چې غواړي اساسي حقونه یې ورکړل شي او... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *