Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 23.06.2023

د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره د دوی دریځ هماغه دی لکه مخکې چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اعلان کړی دی. زرداري په تېره جنوري میاشت کې اعلان کړی و، چې د پاکستان د حکومت مشرتابه له هغو ترهګریزو ډلو سره چې د دوی د هېواد اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی نه لري، خبرې نه کوي. څو ورځې وړاندې د پاکستان اکسپریس ټریبیون... Читать дальше...

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې د قطر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې د قطر سیالې لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه. د اسیا د ملتونو جام د سیالیو په دوام دغه لوبه پرون ماښام په تایلنډ کې ترسره شوه. د افغانستان د لوبډلې دواړه ګولونه حبیب الله هوتک د لوبې په ۱۸مه او ۴۰مه دقیقه کې ووهل. افغانستان په دې سیالیو کې تر دې وړاندې خپلې دوه لوبې ایران او جنوبي کوریا ته بایللې وې. د ۱۶ لوبډلو په ګډون دغه سیالۍ د جون په ۱۵مه پيل شوي او د جولای تر دویمې نیټې دوام کوي.

ملګرو ملتونو د روسیې ځواکونه د 'شرم' په نوملړ کې شامل کړل

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د روسیې پوځي ځواکونه او نیابتي وسله والې ډلې د اوکراین په جګړه کې د ماشومانو د حقونو د نقض له کبله د 'شرم' په نوملړ کې شاملې کړې. د فرانس پرېس د راپور له مخې، په هغه کلني راپور کې، چې پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ته وړاندې شو په اوکراین کې د وژل شویو ۱۳۶ ماشومانو پړه پر روسي ځواکونو او د روسیې په ملاتړ جنګېدونکو نیابتي وسله والو باندې واچول شوه. د دغه راپور له مخې د اوکراین په جګړه کې د وژل شویو ۸۰ ماشومانو پړه پر اوکرایني ځواکونو واچول شوه. د ملګرو ملتونو سرمنشي... Читать дальше...

د جرمني ولسمشر: د طالبانو تر کنټرول لاندې اوسنی وضعیت د منلو نه دی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر قرغزستان ته د سفر پر مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي. د جرمني ولسمشر د قرغزستان له مشرانو غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي. فرانک والټر شټاین مایر د پنجشنبې په ورځ په بشکیک کې د قرغزستان له ولسمشر صدر جباروف سره په ګډه خبری ناسته کې وویل، د طالبانو تر مشرۍ لاندې اوسنی وضعیت د منلو نه دی. هغه د خپلو خبر په دوام په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو او دغه هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت یادونه وکړه. Читать дальше...

په کندهار او هلمند کې د محلي ټولګیو د بېرته پرانیستو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند کې د محلي ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي له طالبانو غواړي چې ټولګي یې بېرته ورته پرانېزي. له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په کندهار او هلمند کې د سلګونه محلي ټولګیو تړل کېدو، د دغو ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي له نامعلوم برخلیک او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د همدې ټولګیو یو ښوونکی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له کبله خپل نوم واخلي وایي، د ټولګیو له بندېدو وروسته ښوونکي بې معاشه شوي او زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. Читать дальше...

هغه ښځه چې په قرغزستان کې د دودونو خلاف فوټبال لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ستاره سلطانووا د یوه ماشوم مور ده. د قرغزستان د اوش ښار یو زیات شمېر اوسېدونکي وايي، چې سلطانووا د کور ښځه نه ده او فوټبال کوي. هغه هیله لري څو وکولای شي چې په دې ښار کې د نجونو یوه مسلکي فوټبال لوبډله جوړه کړي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *