Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 02.05.2026

د کونړ د برید په اړه د بریټانیا د ځانګړي استازي اندېښنې د پاکستان عکس العمل پارولی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې چې د کونړ د برید په تړاو یې کړې وې یو اړخیزې او غیر متوازنې بللې دي. د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په کونړ باندې د بریدونو په اړه اندېښنه ښوولې وه او ټینګار یې کړی وو چې د ملکیانو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اړین ګامونه پورته شي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل بیان کې ادعا کړې چې د دوی پوځیانو د افغان طالبانو پوستې او د دوی په ادعا د ترهګرو مراکز په نښه کړي. Читать дальше...

له جرمني د امریکا د ۵۰۰۰ سرتیرو د وتلو پرېکړه؛ په دفاعي برخه کې د اروپا د پانګونې اړتیا

Pa.azadiradio.com 

د شمالي اتلانتیک ناټو تړون سازمان له جرمني څخه د امریکا د ۵۰۰۰ سرتیرو د ایستلو د پلان په اړه غبرګون ښوولی. د دغه سازمان ویاندې الیسون هارټ د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي: «ناټو سازمان له امریکا سره په ګډه کار کوي تر څو په جرمني کې د امریکايي ځواکونو په اړه د یادې پرېکړې په جزییاتو پوه شي.» مخکې پنټاګون/دامریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په پام کې لري په راتلونکو شپږو تر ۱۲ میاشتو کې له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ امریکايي سرتیري وباسي. د ناټو ویاندې مېرمن هارټ ویلي دا تعدیل هغه اړتیا په ډاګه... Читать дальше...

د اسامه بن لادن د وژنې پنځلس کاله تېر شول

Pa.azadiradio.com 

اسامه بن لادن ۱۵ کاله وړاندې په پاکستان کې د امریکا په عملیاتو کې ووژل شو. که څه هم ځینې کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د القاعدې فعالیتونه خورا محدود دي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیر کال د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د القاعدې په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي. نور په دې راپور کې:

فوزیه کوفي وايي طالبانو یې شخصي کور نیولی او یو شمېر خپلوان یې ورته بندیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي چې طالبانو د هغې شخصي کور نیولی او یو شمیر خپلوان یې بندیان کړي دي. طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. اغلې کوفي د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه په یوه بیان کې، چې په دریو میاشتو کې یې دوه وار په کورونو حملې شوي دي. هغې لیکلي درې میاشتې مخکې د دې شخصي کور طالب ځواکونو نیولی او د کورنۍ غړي او یو شمېر خپلوان یې اړ شول بل ځای ته کډه وکړي. اغلې کوفي ویلي تېره اوونۍ یو وار بیا د دې د کورنۍ په نوي استوګنځي هم طالب ځواکونو چاپه وهلې او یو شمېر کسان یې نیولي دي. Читать дальше...

د القاعده د موسس د وژلو پنځلس کاله شول

Pa.azadiradio.com 

پنځلس کاله مخکې د مې په دوهمه د امریکا ځانګړیو ځواکونو د القاعده شبکې موسس اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه. بن لادن په نړۍ کې د تر ټولو وژونکو او ویجاړونکو ترهګریزو بریدونو د پلان جوړونکي په توګه پیژندل کیده. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ مه نیټه، القاعدې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په متحده ایالاتو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کړل، چې شاوخوا درې زره کسان پکې ووژل شول. له دې حملو وروسته امریکایانو د القاعده د مشر د نیولو هڅې پيل کړې او افغانستان ته یې ځواکونه واستول، هغه هیواد ته چې هلته د القاعد شبکې مشر اوسیده او طالبانو یې ملاتړ کاوه. Читать дальше...

یونیسف: د افغانستان په ختیځ او جنوب کې لاهم نښتې روانې دي او ملکیان اغیزمن کیږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق« یونیسف» وايي د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې لا هم د ملکيانو د مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدو لامل کیږي.

په اسلام اباد کې د جرمني سفارت افغانانو ته د کار او زده کړو وېزې انلاین کړې

Pa.azadiradio.com 

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړي کولای شي د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د زده‌کړې او کار د ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري. سفارت پرون (جمعه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زده‌کړې او کار ویزو ټول غوښتنلیکونه به یوازې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د خدماتو د انلاین پورټل له لارې پروسس کېږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که چا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د انتظارلېست له لارې وخت مخکې تر مخکې اخیستی نه وي، غوښتنلیک نه شي سپارلی. په اسلام... Читать дальше...

په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۵ کاګر مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت په شهرِ بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي. د طالبانو د دفاع وزارت نن (شنبې) د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کان د «اویز» په سیمه کې د غر د ښویېدو له امله ونړېد او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړل. طالبانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره نرمښت ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د وال‌استریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، ایران په خپل نوي وړاندیز کې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د خبرو د بیا پیل لپاره د نرمښت او جوړجاړي نښې ښودلې دي. دې ورځپاڼې د جمعې په شپه د خبرو سرچینو له قوله لیکلي چې ایران خپلې پخوانۍ سختې غوښتنې نرمې کړې دي. ایران ویلي چې چمتو دی، په هغه صورت کې چې د امریکا متحدوایالتونه د بریدونو د درولو او د محاصرې د ختمولو ضمانت ورکړي، د مهمو موضوعاتو لکه د هرمز تنګي په اړه هممهاله خبرې وکړي. ایران تر دې مخکې ټینګار درلود چې باید لومړی محاصره پای ته ورسېږي، بیا به خبرې پیل شي. Читать дальше...

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې په باجوړ کې پر ملکیانو برید شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نخښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جمعې په ورځ ناوخته په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هغه په وینا، د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د «بې‌پروا او ړانده برید» له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. ده زیاته کړې چې د جمعې په ورځ هم درې ملکي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *