Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

وسله‌والو د مصر په سینا ټاپو وزمه کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي

0
مصري چارواکو ویلي چې وسله‌والو کسانو په سینا ټاپو وزمه کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي دي.


وسله‌والو پرون سهار د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی او دا پوځیان‌یې ووژل.


پېښه په الارش ښار کې هغه وخت شوې چې خلک د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره وتلي و.


د دوى په وينا په حمله کې دوه پوليس افسران او اته پوليس سرتېري وژل شوي دي.


حمله کوونکو هڅه کړې وه چې د امنیتي ځواکونو موټر هم وتښتوي، خو د چارواکو په خبره د یوه هوایي برید هدف ګرځېدلي او پنځه تنه‌یې وژل شوي.


د دې پېښې مسؤليت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دى اخيستى.


مصر د سينا په شمال کې له کلونو راهيسې له هغو دېره وسله‌والو سره چې له داعش سره ارتباط لري، په جګړه بوخت دى.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *