Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 22.06.2019

د باړې خلک وايي ټلیفون ایکسجینج یې له ۲۰۰۹م کاله خراب دی

Mashaalradio.com 

د خېبر قبایلي ضلعې د باړې د ټېلیفون ایکسچینج په ۲۰۰۹م کال کې وسله والو ویجاړ کړی وو او تر اوس لا هم نه دی رغول شوی. ځايي خلک وايي دا ستونزه دې هواره کړل شي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.

حمدالله محب: د ګاونډيو هېوادونو او سيمې امنيت په نشه يي موادو پورې تړلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د سيمې ثبات په نشه يي موادو پوری تړلی ګڼي او وړانديز کوي چې بايد ګاونډيان او د سيمې هېوادونه له افغان دولت سره په ګډه د نشه يي موادو پر ضد مبارزه وکړي.

چارواکي: په لوګر او فاریاب کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، په لوګر او فاریاب ولایتونو کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي نن ازادي راډیو وویل، د خوشي په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې اووه طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د احمدزي په وینا، دا نښته تېره شپه وروسته له هغې وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل. نوموړي زیاته کړه چې په دې نښته کې درې سیمه ییز پولیس هم ټپیان شوي دي. بل خوا، په فاریاب کې چارواکي وايي،... Читать дальше...

ایران وايي، د امریکا د ګواښونو په وړاندې به ودرېږي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د امریکا د ګواښونو په وړاندې به ودرېږي. دا وروسته له هغې ده چې د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د جمعې په ورځ پر خپل ټوېټر ولیکل، د امریکا د یوې څارونکې ډرون د نسکورولو په ځواب کې یې پر ایراني اهدافو پلان شوی برید له ترسره کېدو لس دقیقې مخکې لغوه کړ. ولسمشر ټرمپ وروسته د این بي سي ټلویزون سره په یوه مرکه کې وویل، د دې کار سبب یې په پلان شویو بریدونو کې د زیاتو خلکو د احتمالي مرګ ژوبلې مخنیوی و. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې امریکا پر ایراني اهدافو دا برید د خپلې یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو د غچ په توګه کړی وای. Читать дальше...



د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد التهاني نن اسلام اباد ته ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد التهاني له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو لپاره په یوه دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قطر امیر به نن شنبه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته ولاړ شي. دغه وزارت په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي: شیخ حماد به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، په ځانګړې توګه د اقتصادي اړیکو پر پراختیا... Читать дальше...

خوست: وزیرستاني کډوال وايي، د پي ټي ایم بندي غړي دې خوشي شي

Mashaalradio.com 

د جون پر ۲۱مه مازدیګر د خوست د ګربزو په ګلان کېمپ کې میشتو سلګونو وزیرستاینو مشرانو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې د مې پر۲۶ مه د خړ کمر د پيښې په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر نیول شویو مشرانو او پلویانو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

ټرمپ مارک ایسپر د امریکا دفاع وزارت ته معرفي کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې دی به مارک ایسپر دفاع وزارت ته معرفي کړي. ایسپر به د جون په څلرویشتمه د امریکا د دفاع وزارت د سرپرستۍ چارې په غاړه واخلي. که چېرته د امریکا سنا ایسپر د دفاع وزیر په توګه تأیید کړي، دی به د امریکا دفاع وزیر شي. په متحدو ایالتونو کې د روان میلادي کال په پیل کې جیمز مټېس له دفاع وزارته استعفا کړې وه او تر اوسه پاټریک شاناهان د دې وزارت د سرپرست په توګه کار کاوه چې هغه هم استعفا وکړه او ویې ویل چې د کورنیو ستونزو له امله دا دنده پرېږدي. ایسپر د عراق د جګړې تجربه لري.

د کونړ چارواکي: افغان ځواکونو په نورګل کې د داعش ۵ قوماندانان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ والي وايي، افغان ځواکونو په نورګل ولسوالۍ کې د داعش ډلې پنځه قوماندانان وژلي دي. عبدالستار میرزکوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پوځي عملیات د ملي امنیت جزوتامونو د نړیوالو ځواکونو په مرسته د مزاردرې په سیمه کې کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې ۱۴تنه وسله وال ژوندي نیول شوي. ده وویل: د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې پنځه تنه قوماندانان وژل شوي او وسلې او مهمات یې هم نیول شوي او څوارلس تنه یې نیولي دي چې دوه تنه یې بهرنیان دي. ښاغلی میرزکوال وايي چې وژل شوي او نیول شوي واړه... Читать дальше...

چارواکي: د فاریاب په پښتون کوټ کې ۱۳ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان پوځ د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې دا وسله وال د نړیوالو قواوو په هوايي حملو کې وژل شوي دي. ښاغلی رضايي وايي، په وژل شویو کسانو کې دوه بهرنیان هم شامل دي. ده وویل: یو هوايي برید د طالبانو د تش په نامه مرستیال ولسوال حاجي برکت پر قرارګاه شوی چې ټول دیارلس طالبان پکې وژل شوي. په دوی کې دوه بهرني وګړي هم وو چې یو یې د ازبکستان وګړی اکه علي او د یوه بل هویت تراوسه نه دی معلوم شوی. Читать дальше...

پوتین ګرجستان ته د روسي وګړو پر لېږد د بندیز امر وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هوايي چلند شرکتونو ته امر کړی دی چې ګرجستان ته د روسي وګړو لېږدول بند کړي. پوتین ویلي دي چې دا اقدام د روسیې د ملي امنیت د ساتنې لپاره ضروري و. پوتین په دې فرمان کې چې پرون د کرملین پر ویبپاڼه خپور شو، ویلي چې دا بندیز به د جولای له اتمې وروسته پیل شي او موقتي به وي. په فرمان کې د الوتنو د ځنډېدو علت نه دی ښودل شوی، خو دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ګرجستان په پلازمېنه کې تاوتریخجنې مظاهرې روانې دي. دا مظاهرې د ګرجستان د پارلمان په غونډه کې د روسيې د پارلمان د یوه غړي له ګډون وروسته پیل شوې. Читать дальше...

په غزني کې کورنیو محصولاتو ته د پاملرنې په هدف هندواڼې ووېشل شوې

Pa.azadiradio.com 

د غزني خلکو د بهرنیو محصولاتو پر ځای کورنیو محصولاتو ته د پام اړونې په موخه پر خلکو هندواڼې ووېشلې. د غزني ښار ته څېرمه د روضې کلي د سلطان محمود غزنوي زیارت په پارک کې د جمعې په ورځ سلګونه کسان د هندواڼو خوړولو لپاره سره راټول شوي وو. دغه هندواڼې د دغه کلي د ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو له لوري وېشل کېدې. د دغه کار هدف له چینايي، پاکستانیو او ایراني مشروباتو څخه افغاني محصولاتو ته د خلکو پام را اړول او په هېواد کې د وطني محصولاتو عامول او د بزګرانو ملاتړ کول و. که څه هم... Читать дальше...

د امریکا کانګرس د روسیې په وړاندې د بندیزونو طرحه وړاندې کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کانګرس کې د ډموکرات ګوند یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د لاسوهنې له کبله د روسیې پرضد د پراخو بندیزونو د یوې لړۍ طرحه وړاندې کړې چې پر ځینو ډېرو شتمنو وګړو بندیزونه هم پکې شامل دي. په دې طرحه کې چې پرون وړاندې شوه، د دواړو ګوندونو د پخوانیو وړاندیزونو ځیني برخې را اخیستل شوي او دا ګروپ هیله لري چې د کانګرس دواړه خونې به یې تصویب کړي. په دې طرحه کې بهر ته د روسیې د طبیعي ګازو د لېږد پر پروژو، پر هغو روسي بانکونو چې د ډموکراسۍ د زیانمنولو د هڅو په ترڅ کې د کرملین... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *