Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د اروپايي ټولنې غړي، د شمالي مقدونیا د غړیتوب په اړه خبرې کوي

0
ټاکل شوې چې اروپايي ټولنه به د جون په ۱۸مه نېټه په دې ټولنه کې د شمالي مقدونیا په شمولیت بحث وکړي.


د اروپايي کمېسیون رئیس ژان کلوډ یونکر د سې شنبې په ورځ تأیید کړه چې دوه اوونۍ وروسته د لوکزامبورګ په غونډه کې په دې اړه خبرې کوي.


رومانیا چې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره‌اي مشري کوي وايي، د شمالي مقدونیا د غړیتوب په اړه بحث د جون د میاشتې په اجنډا کې شامل دی.


دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې اروپايي کمېسیون سپارښتنه کړې چې په اروپايي ټولنه کې دې د شمالي مقدونیا او البانیا د غړیتوب لپاره خبرې اترې ژر تر ژره پیل شي. 


د دې کمېسون په وینا دواړو هېوادونو په خپلو چارو کې پراخ اصلاحات راوستي دي.


شمالي مقدونیا دوه میلیونه او البانیا بیا دوه میلیونه او ۸۰۰ زره نفوس لري. دواړه هېوادونه د ختیځې اروپا د بالکان سیمه کې پراته دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *