Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو

0
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو.


د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې شهزاد د زنګون د ژوبلېدو له کبله له دغو سياليو بهر شوی دی.


د کرکټ بورډ رئيس عزيزالله فضلي وايي چې د شهزاد پر ځای به ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خېل ډېر ژر له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.


د يادونې ده چې شهزاد محمدي د نړيوال جام په دوو تمريني او دوو رسمي سياليو کې د خرابې لوبېدو له امله تر سختو نيوکو لاندې و.


بل خوا د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې پرون استراليا ويسټ انډیز ته ماته ورکړه.


د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او استراليا ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.


استراليايي لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زيان سره ويسټ انډيزۍ لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.


په ځواب کې د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په زيان سره ۲۷۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۵منډو په توپير بايلوده.


 


کولټر ناير چې د اسټراليا په ګټه يې په ۶۰ بالونو چټکې ۹۰ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *