Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په لوګر کې ۱۸ طالبان وژلي

0
د لوګر چارواکي وايي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې اتلس وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.


د لوګر د پولیسو ویاند شاه پور احمدزي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دا عملیات د محمداغې ولسوالۍ په ابپران کلي کې شوي دي.


شاه پور احمدزي د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې عملیاتو کې له وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او نور وسایل هم نیول شوي.


وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دې ادعا په اړه مشخصه تبصره نه ده کړې.


د لوګر ولایت کابل ته څېرمه پروت دی چې د محمداغې ولسوالۍ په شمول یو شمېر سیمو کې یې وسله وال طالبان فعال دي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *