Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: په کندهار کې د دولت تر ٥٠ زيات مخالف وسله وال وژل شوي

0
د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار کې په پوځي عملياتو کې د دولت تر ٥٠ زيات مخالف وسله وال وژل شوي دي.


په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند وايي، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په خاکرېز، میوند، ميانشین او شاوليکوټ کې شوي دي.


يحيى علوي وايي، په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان هم شامل دى.


ده وویل:


"له دښمن سره نښته شوې چې د محمود په نوم يې يو قوماندان چې په بديع جان مشهور و، هم وژل شوى دى، جسد يې له يو ميل پیکا سره د درېيمې لوا پرسونل ته په لاس ورغلى دى."


ښاغلى علوي وايي، په دغو عملياتو کې ٩ نور وسله وال ټپيان شوي دي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداشان وویل چې له پرون راهيسې په زابل او ارزګان کې هم په پوځي عملياتو کې د دولت ٢٢ مخالف وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.


طالبانو د افغان ځواکونو د دغو عملياتو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *