Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي

0
د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي دي.


۲۱۵ میوند قول اردو نن وويل، په واشير کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.


د دې قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، د ملي اردو څلورمې پلې لېوا د بهرنیو ځواکونو په مرسته د واشیر ولسوالۍ ځينې سیمې له وسله والو طالبانو بېرته نيولي دي.


بهادرزي وویل، د عملیاتو پر مهال ۶ تنه وسله وال طالبان او ۳ نور مشکوک کسان نیول شوي هم دي.


تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *