Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

راپورونه: لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم د نيولو حکم صادر کړ

0
ځينو رسنيو راپور ورکړى چې د افغانستان لويې څارنوالۍ د هېواد د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر کرام الدين کريم د نيولو حکم صادر کړ.


دا حکم په داسې حال کې صادرېږي چې پرون د فوټبال نړيوال فدراسيون ښاغلى کریم په نړیواله کچه د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونو منعه کړ.


د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې پرون کرام الدين کریم د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم د څو لوبغاړو په جنسي ځورونې مقصر وباله او نوموړی یې یو میليون ډالر جریمه هم کړ.


د فیفا په بیان کې راغلي چې دغو ښځینه لوبغاړو کرام الدین کریم له ۲۰۱۳ میلادي کاله تر ۲۰۱۸ میلادي پورې موده کې څو وارې په جنسي ځورونې تورن کړی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *