Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

لښکرګاه کې د ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر پیل شو

0
د هلمند په لښکرګاه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر پیل شو، خو ویل کېږي چې له جدي ستونزو سره مخامخ دی. 


په هلمند کې د انتخاباتو د سیمه‌ییز دفتر مسؤل اجمل پرون د جون په ۱۰مه خبریالانو ته وویل چې دا بهیر به ۲۲ ورځې وخت ونیسي.


هغه وویل چې دا بهیر به د هلمند په هغو ولسوالیو کې چې امنیت ښه دی، عملي کېږي.


خو د هلمند زیاتو اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د لښکرګاه او ځینو ولسوالیو له مرکزونو پرته په نورو سیمو کي نوم‌لېکنه امکان نه‌لري.


په هلمند کې چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې خپل نومونه ثبت کړي او په را روانو ټاکنو کي ونډه واخلي.


د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سېپټمبر په ۲۸مه ترسره کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *